کندهار (پژواک، ۲۶ مرغومی ۹۶): د کندهار د کرنې ریاست په مرسته د کندهار په دوو ولسوالیو، ډنډ او دامان کې په نوې بڼه سبزیجات کرل کېږي چې د کمو اوبو په ورکولو سره ډېر حاصلات ورکوي.
یادې ادارې په دغو ولسوالیو کې پر کروندګرو د سبزیجاتو د تخمونو د وېش تر څنګ د ځمکو د لایزر لېولینګ او raised bed اوچتو بسترونو جوړولو لړۍ پیل کړې ده.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، په نوې بڼه د سبزیو کرلو لړۍ د ډنډ او دامان ولسوالیو پر هغو ۳۰۰ کروندګرو پیل شوې چې موده مخکې ورته د کندهار د امنیه قوماندان له خوا په سولر برېښنا سمبال ژورې څاه ګانې وکیندل شوې.
د کندهار امنیه قوماندان څو میاشتې مخکې په دغه ولایت کې له بېوزلو کروندګرو سره د ژورو څاه ګانو د کيندلو او له هغو د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو را ایستلو په برخه کې د مرستې یوه لړۍ پيل کړې وه.
د ۱،۲ میلیونه ډالرو په لګښت دغه څاه ګانې د ډنډ او دامان ولسوالیو د هغو بې وزلو ګروندګرو لپاره وکیندل شوې چې د اوبو د نشتوالي له امله یې کرنیزې ځمکې شاړې پاتې وې.
پر دغو څاه ګانو د لمریزې برېښنا سیستم نصب شوی چې په وسیله یې په ډېرې اسانۍ اوبه را ایستل کېږي او پر ځمکو لګول کېږي.
د کرنې رییس وايي، پر همدغو کروندګرو یې د سبزیجاتو ۶ ډوله تخمونه وېشلي چې په کې د رومیانو، بېنډیو، ګلپیو، بانجانو، توریو او هوږې تخمونه شامل دي.
سيدي وویل، د دې تر څنګ د دغو کروندګرو لپاره نمایشي قطعې جوړېږي، ځمکې یې د لایزر لېولینګ په سیستم کرنې ته اماده کېږي او د اوچتو بسترونو raised bed په نوي مېتود په کې سبزیجات کرل کېږي.
د نوموړي په خبره، په دې لړ کې په ۱۲۵ جریبه ځمکه په ډنډ او ۱۲۵ جریبه ځمکه په دامان کې په پام کې نیو
ل شوې چې د لایزر لېولینګ په سیستم کرنې ته چمتو شي.
login or register a new account.