غزني ښار (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٦): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې وسله وال طالبان په زور پر دوى باندې لويې لارې جوړوي، خو طالبان بيا د زور خبره ردوي او وايي چې خلک په خپله خوښه دغه کار کوي.
د غزني د ده يک ولسوالۍ د سليمانزو سيمې اوسېدونکي عيدمحمد پژواک ته وويل چې هره ورځ طالبان يو شمېر خلک بېګار کوي څو له لرو ځايونو جغل راوړي او په لويو لارو کې يې واچوي.
هغه زياته کړه: ((ښه ده چې سړک جوړ شي خو که څوک ور نه شي طالبان يې بيا پنځه سوه کلدارې جرمانه کوي.))
د عيدمحمد په وينا، يو شمېر خلک د کار کولو او يا هم د پيسو ورکولو توان لري خو ځيني نور خلک بيا ترې عاجزه دي.
د همدې ولسوالۍ بل اوسېدونکي شاه محمد پژواک ته وويل: ((زه تراکتور لرم، پنځه ځلې طالبانو راته وويل چې د سړک لپاره بايد شکه راوړې، خو ماسره د تېلو پيسې نه وې، ايله بېګا مې وکولاى شول چې د سړک لپاره شکه راوړم.))
د هغه د معلوماتو له مخې، طالبانو د سيلمانزو او بالايي سيمو تر منځ لوى سړک پر خلکو جوړ کړى دى.
د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويل يې چې طالبان په زور پر دوى سړکونه جوړوي.
د دغه ولايت بل اوسېدونکي نورالله بيا پژواک ته وويل چې طالبان دې د سړکونو جوړولو لپاره حکومت ته اجازه ورکړي.
هغه وايي: ((حکومت د سړک جوړولو لپاره ځانګړې بوديجه لري، نو طالبان دې نه پر خلکو سړکونه جوړوي او نه دې خپله جوړوي، حکومت ته دې اجازه ورکړي چې معياري او سم سړکونه جوړ کړي.))
د اړوندې موضوع اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې طالبان بايد خلک پر زور کار کولو ته اړ نه کړي.
هغه زياته کړه: ((که طالبان غواړي چې کار وشي نو له هغو پروژو څخه دې باج نه اخلي چې حکومت يې خلکو ته ورکوي.))
بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د سړکونو په جوړولو کې طالبانو پر هېچا زور نه دى کړى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP