کابل (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٦): د ملي امنيت ځواکونه وايي چې په تخار ولايت کې یې يو ځانمرګی موخې ته له رسېدو مخکې نيولى دى.
دغه څرګندونې په هغې اعلاميه کې شوې چې د مرغومي په ٢٧مه د ملي امنيت له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په اعلاميه کې راغلي چې دغه کس فضل احمد نومېږي او د تالقانو په ښار کې نيول شوى دى.
سرچينه زياتوي چې نيول شوى کس د طالبانو په سرې قطعې پورې اړوند دى چې د تخار ولايت په مربوطاتو کې يې ترهګريز فعاليتونه کول.
په خبرپاڼه کې د نيول شوي کس له قوله ويل شوي چې د تخار ولايت ته د مشخصو اهدافو د نښه کولو لپاره ورلېږل شوى و څو ځانمرګى بريد پرې وکړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP