Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ نوى والي: مرکزي حکومت نه غواړي د بلخ موضوع له نظامي لارې حل شي

مزارشريف (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۶): د بلخ نوی والي وايي، بلخ ته يواځې د خپل پلار د جنازې مراسمو کې د برخې اخيستو لپاره راغلی او زیاتوي چې دې ته دې سياسي رنګ نه ورکول کېږي.

د بلخ د والي انجنير محمد داود پلار عبدالفتاح دوه ورځې مخکې په مزارشريف ښار کې وفات شوى و او نن د مرغومي په ۲۷مه يې د روضې په جومات کې جنازه ادا شوه او خپل پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

داود د جنازې له ادا کېدو وروسته د رسنيو د پوښتنو په ځواب کې وويل چې بلخ ته د ده راتګ ته دې سياسي رنګ نه ورکوي.

نوموړي زياته کړه: ((له دې مسئلې سياسي مسئله مه جوړوئ، زه يواځې د خپل پلار د جنازې لپاره بلخ ته راغلی يم.))

د هغه په وينا، دا عرف او عنعنات دي، سياسي مسايل نه دي، نن يې جنازه کې برخه اخيستې او سبا به يې د پلار فاتحه وي.

دواد د بلخ د روان سياسي حالت په تړاو وويل: ((هر څه چې دي، د مرکزي حکومت او زموږ د ورور عطامحمد نور تر منځ دي.))

نوموړي زياته کړه، نه دى او نه هم مرکزي حکومت غواړي چې روان کړکېچ له نظامي لارو حل شي.

د ده په خبره، مذکرات روان دي او ډېر ژر به هر څه په سوله ييز ډول حل شي.

خو هغه د روانو مذکراتو په تړاو ناخبري وښوده چې تر کوم ځايه وړاندې تللي دي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې بلخ کې به پاتې شي، که د مراسمو تر بشپړېدو وروسته به بېرته لاړ شي، وويل: ((زه د بلخ يم، عطامحمد نور زما ورور دی، زما د پلار په وفات کېدو يې هغه ته په خلاص تندي د پلار خطاب وکړ. دلته مې کور دی او موږ ټول د يوې کورنۍ غړي يو.))

څه باندې مياشت مخکې عطامحمد نور د ارګ له خوا له بلخ ولايت مقام څخه ګوښه او پر ځای يې داود د والي په توګه اعلان شو.

خو له هماغې ورځې تر دې دمه نور د ارګ د دغه حکم پر وړاندې ولاړ دی او نه يې مني.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.