Language

غزني کې طالبانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني ښار (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٦): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې په ګيرو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې اووه طالبان او دوه پوليس وژل شوي دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په ګيرو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې اووه طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي. دغه راز په دې جګړه کې دوه پوليس هم وژل شوي او يو بل ټپي دى.

ده وويل چې په دې جګړه کې د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دغه راز د ګيرو اوسېدونکي لعل محمد پژواک ته وويل چې تېره شپه شاوخوا لس بجې جګړه پيل شوه او نږدې څلور ساعته يې دوام وکړ.

هغه وايي چې په جګړه کې د سپکو او درنو وسله غږ اورېدل کېده خو نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.