Language

وسله والو د سولې له پروسې سره يوځاى شوى طالب  وواژه

ښرنه(پژواک،٣٠مرغومى٩٦): وسله والو طالبانو په پکتيکا کې د سولې له پروسې سره يوځاى شوى طالب، ملي امنيت ته د جاسوسۍ په تور وژلى دى.

د پکتيکا د مرکز ښرنې ښار يوه اوسېدونکي ميراحمد د مرغومي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وژل شوى پخوانى وسله وال طالب بلال نومېده او د ښرنې د عمبرخېلو د کلي اوسېدونکى و.

ده وويل: (( بلال شپږ کاله له طالبانو سره و، خو تېره مياشت د سولې له پروسې سره يوځاى شو  او طالبانو هم تېره شپه دغه کس د خپل کور په مخ کې پر ډزو وژلى دى.))

ميراحمد پر امنيتي ځواکونو نيوکه وکړه چې د سولې له پروسې سره د يوځاى شوو کسانو امنيت نه شي خوندي کولى.

خو د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرووف مسعود پژواک ته وويل چې وژل شوى کس يو عام وګړى دى.

هغه په دې اړه له نورو خبرو کولو ډډه وکړه.

بل لورته سيمه ييزو وسله والو طالبانو رسنيو ته ويلي چې دغه کس طالبانو وژلى دى.

هغوى زياته کړې چې وژل شوي پخواني طالب، له ملي امنيت سره همکاري درلوده، نو ځکه دوى وژلى دى.

د يادونې ده چې تېره اوونۍ په عمبرخېلو کلي کې شپې پاڼې هم خپرې شوې او له خلکو په کې غوښتنه شوې چې له دولت سره همکاري پرېږدي که نه نو و به وژل شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.