مزارشريف (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه، ۹۶): د بلخ ولايتي شورا رييس وايي، د ارګ او جمعيت ګوند تر منځ په ۱۲ غوښتنو کې تراوسه پورې په ۸ باندې توافق شوى دى.
د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد د سلوغې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس سره بلخ ته د جمعيت ګوند د لوړپوړي پلاوي د سفر په تړاو خبرو کې وويل، د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، چې د جمعيت ګوند مشري هم کوي، په مشرۍ يې تېر ماښام د دغه ګوند پنځه کسيز لوړپوړی پلاوی له کابله بلخ ته راغی او د بلخ له مخکيني والي عطامحمد نور سره يې وکتل.
حديد وويل، ياده شوې ناسته د جمعيت ګوند او ارګ تر منځ د روانو مذکراتو په تړاو تر سره شوه.
نوموړي زياته کړه، په ناسته کې د عطامحمد نور او ارګ تر منځ د ستونزې، د ولسي جرګې او ولسمشريزو ټاکنو په تړاو اوږدې خبرې وشوې.
د هغه په وينا، راغلي پلاوي له نور سره د جمعيت او ارګ تر منځ د مذکراتو په تړاو جزئيات هم سره شريک کړل.
حديد وويل، د ارګ او جمعيت ګوند تر منځ په ۱۲ غوښتنو کې ۸ باندې پرېکړه شوې ده او لا هم مذکرات روان دي.
خو نوموړي په دې اړه جزئيات په ډاګه نه کړل.
هغه هيله وښوده چې د روانو مذکراتو له لارې به د ارګ او عطامحمد نور تر منځ روان سياسي مخالفت ډېر ژر پای ومومي.
د بلخ ولايتي شورا رييس که څه هم ملي وحدت حکومت د خلکو او دولت تر منځ په واټن پيدا کېدو تورن کړ، خو بيا يې هم د اوسني حکومت ملاتړ د ځان او خلکو دنده وګڼله.
عطامحمد نور تېره ورځ د خپلو پلويانو په غونډه کې، ملي وحدت حکومت غير قانوني، خو توافقي حکومت وباله، چې له ده سره د نه تفاهم په صورت کې يې خلک د حکومت پر وړاندې د سختو مدني حرکتونو له لارې درېدو ته راوبلل.
خو د بلخ ولايتي شورا رييس حديد وويل: ((دا ښکاره ده چې دغه حکومت په توافق منځ ته راغلی، خو موږ يې ملاتړ کوو.))
نوموړي زياته کړه، اوسنی حکومت به په قانوني لحاظ مشکل ولري، خو په ولسي توګه خلکو ته د منلو وړ دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP