مزارشريف (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٦): د بلخ ولايت په شولګر ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو او پاڅونوالو په ګډون ١٨ کسان وژل شوي دي.
د شولګر ولسوال سراج عابد د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د بزباى په سيمه کې پاڅونوال، سيمه ييز پوليس او عام خلک راټول شوي وو.
دى وايي چې د همدې کسانو له ډلې ١٨ يې وژل شوي چې يو سيمه ييز پوليس او پاتې نور عام خلک او پاڅونوال دي.
هغه زياته کړه: ((تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کسان ولې وژل شوي دي.))
دغه راز د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني هم پژواک ته وويل چې په شولګر ولسوالۍ کې د پاڅونوالو او سيمه ييزو پوليسو په ګډون ١٨ کسان وژل شوي دي.
ده وويل چې په وژل شوو کې ډېرى يې پاڅونوال او سيمه ييز پوليس دي.
درانى وايي: ((جګړه نه ده شوې، دغو کسانو ته چا څه شى ورکړي نو ځکه مړه شوي دي.))
خو د بزباى سيمې اوسېدونکي جعفر پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې سيمه کې طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي: ((د سيمې هلکان، پاڅوانوال او سيمه ييز پوليس، د سيمه ييزو پوليسو په پوسته کې را ټول شوي، ناست وو، خبرې يې کولې چې طالبانو پرې بريد کړى، ټول ١٨ کسان وو، ټول يې وژل شوي دي.))
وسله وال طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې دغه بريد د يو نفوذي طالب له لوري ترسره شوى دى.
هغه وايي چې په بريد کې ١٨ سيمه ييز پوليس وژل شوي او ١٨ ميله وسله يې طالبانو له ځان سره وړې ده.
login or register a new account.