Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د بلخ نوي والي ته له خبريالانو سره د خبرو کولو اجازه ورنه کړل شوه”

مزارشريف (پژواک د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۶) : د عطامحمد نور  پر ځای د بلخ نوی ټاکل شوی والي انجنير داوود له مزاره کابل ته د ستنېدو پرمهال له رسنيو سره خبرو کولو ته پرې نه ښودل شو.

د بلخ نوى والي انجنير داوود چې پنځه ورځې وړاندې د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه مزارشريف ښار ته راغلی و، د سلواغې په لومړۍ نېټه له ماسپښين وروسته د مزار د جلال الدين محمد بلخي له هوايي ډګره کابل ته روان شو.

ټاکل شوې وه چې نوموړی به په هوايي ډګر کې له رسنيو سره خبرې کوي او خبريالان هم هوايي ډګر ته ور غوښتل شوي وو، خو نږدې کسان يې وايي چې اجازه ورنه کړل شوه.

د انجنير داوود سکرټر ضمير قيومي پژواک خبري اژانس ته وويل، پتېلې يې وه چې د بلخ والي له مزارشريف څخه کابل ته د خپل سفر پر مهال په جلال الدين محمد بلخي هوايي ډګر کې له رسنيو سره خبرې وکړي.

د نوموړي په وينا، په همدې موخه يې نږدې ټولو رسنيو ته خبر ورکړی و چې هوايي ډګر ته راشي.

خو د هغه په وينا، په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي اسدالله شريفي او د هوايي ډګر امنيتي مسوول محمد خان پرې نه ښودل چې د بلخ والي له رسنيو سره خبرې وکړي.

نوموړي يې د لامل په تړاو وويل:((نور هېڅ خبره نه ده، بس دوی غوښتل چې موږ کم راولي.))

خو د مولانا جلال الدين محمد بلخي هوايي ډګر امنيتي مسوول محمد خان د انجنير داوود  د سکرټر څرګندونې رد کړې.

نوموړي پژواک ته وويل، له دوی سره په دغه برخه کې هېڅ همغږي نه وه شوې او نه ورته چا ويلي چې دوی به له رسنيو سره خبرې کوي.

هغه زياته کړه :((دروغ يې ويلي، هېچا دا خبره موږ ته نه ده کړې، موږ هېڅوک نه منع کوو.))

خبريالان وايي، په يوه بجه هوايي ډګر ته غوښتل شوي وو، تر دوه نيمو يې انتظار وويست، خو هوايي ډګر ته د ننوتو اجازه ورنه کړل شوه.

د شمشاد تلوېزيون خبريال جاوېد واک پژواک ته وويل،د انجنير داوود سکرټر ورته هوايي ډګر کې د والي د وينا د خپرولو په موخه بلنه ورکړې وه.

نوموړي زياته کړه، د ډېرو رسنيو خبريالان راغلي وو؛ خو هېچا ته د هوايي ډګر له لومړۍ دروازې څخه د ننوتو اجازه ورنه کړل شوه.

د هغه په وينا، شاوخوا دوه بجې انجنير داوود په موټر کې هوايي ډګر ته ننوت او له نيم ساعت نور انتظاره وروسته ورته وويل شول چې د بلخ نوي والي ته د خبرواجازه ورنه کړل شوه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.