کابل(پژواک،د سلواغې لومړۍ نېټه۹۶): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې په ټول هېواد کې د څه باندې يو ميليارد او ۶۰۲ميليون افغانيو په لګښت د اوبو لګولو ۱۴۹شبکې جوړېږي.
د ياد شوي وزارت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته هم را لېږل شوې، ويل شوي چې د اوبو لګولو دغه شبکې په ۱۳۹۷مالي کال کې د هېواد په ۳۴ولايتونو کې جوړېږي.
د کرنې وزارت زياته کړې چې په هېواد کې له ۳.۶ميليون هکتاره ډېره کرنيزه ځمکه شتون لري چې تر اوسه د اوبو لګولو سيستم د کمښت له امله ډېره کمه ځمکه خړوبېږي.
سرچينې ويلي، ياد شوی وزارت په پام کې لري چې د اوبو لګولو د ياد شوو شبکو په جوړېدو سره له ذکر شوې ځمکې ۲۵۰زره جريبه د کرنې و ړ وګرځوي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د يادو شبکو په جوړېدو سره به په کرنيزو حاصلاتو کې له ۲۰ تر ۳۰سلنه زياتوالی راشي، د ۲۵سلنه ضايعاتو مخه به ونيول شي او ۱۵۰زره کاري موکې به رامنځ ته شي.
سرچينې دغه راز ويلي، ټاکل شوې ده چې د اوبو لګولو دغه شبکې به د ۱۳۹۷مالي کال تر پايه ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د يادونې ده چې د کرنې وزارت په تېر کال کې د اوبو لګولو ۱۱۷شبکې جوړې کړې او همدا اوس په هېواد کې د اوبو لګولو پر ۲۱شبکو کار روان دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP