ښرنه (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٦): په پکتيکا ولايت کې د ١٤١ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه سړک په ګډون څلور پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
دا پروژې د دغه ولايت په ارګون ولسوالۍ کې پلې شوې دي.
د پکتيکاوالي الياس وحدت پژواک خبري اژانس ته وويل چې دى په خپله له يو شمېر نورو چارواکو سره د يادو پروژو د پرانيستلو لپاره ارګون ولسوالۍ ته تللى وو.
هغه زياته کړه چې د ارګون او ګيانې ولسواليو تر منځ غځېدلی دوه نيم کيلومتره سړک د ټولګټو چارو وزارت له لوري د ۱۱۶ ميليونه افغانيو په مالي لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
وحدت وويل چې د دغه سړک په اوږدو کې د ٣٥ او ٧٠ مترونو په اوږدوالي دوه لوى پلونه هم په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي دي.
د پکتيکا د والي په وينا، د ارګون ولسوالۍ د ګل شاخېلو سړک هم په تدارکاتو کمېسيون کې دی او ډېر ژر به يې چارې پيل شي.
وحدت د سړک قراردادي شرکت له مسوولينو مننه وکړه چې چارې يې په سم ډول او لوړ کيفيت ترسره کړې دي.
نوموړي دغه راز زياته کړه چې له ارګون ولسوالۍ تر خوست ولايت پورې پر غځېدلي سرک يې هم د خوست له ولايتي ادارې سره په ګډه کار پيل کړی او هڅه کوي چې چې په پاخه او اساسي ډول يې جوړ کړي.
دغه راز د دغه سړک تر څنګ په ارګون ولسوالۍ کې ٢١ ميليونه افغانیو په ارزښت درې نورې بېلابېلې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
وحدت وايي چې د دې پروژو د پرانيستلو تر څنګ د پاکو اوبو د يوې شبکې جوړولو چارې هم پیل شوې چې د څلور ميليونه افغانیو په ارزښت به د يو کال په اوږدو کې بشپړه شي.
نوموړې زياته کړه چې په يادو درېيو پروژو کې سربندونه او استنادي دېوالونه شامل دي چې شاوخوا اووه سوه شل متره اوږدوالی لري او چارې يې د يو کال په اوږدو کې بشپړې شوې دي.
دوالي په وينا، د راتلونکي لپاره يې هم د ګڼ شمېر پروژو د منظورۍ پيشنهادونه کړي او په ټولو هغو سيمو کې به پلې شي چې ولسونه ورته اړتیا لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP