کندهار (پژواک، ٣ سلواغه، ۹۶): د امریکا متحده ایالاتو د کندهار هوايي لوا ته څلور نورې بلک هاک چورلکې وسپارلې.
د چورلکو سپارلو په دې مراسمو کې د افغان هوايي ځواک قوماندان تورنجنرال محمد شعیب پیلوټ او په افغانستان کې د بهرني هوايي ځواک قوماندان جنرال هیکر ګډون او نورو نظامي مسوولینو ګډون کړی وو.
د افغانستان د هوايي ځواک قوماندان تورنجنرال محمد شعیب پیلوټ پژواک خبري اژانس ته وویل، د امریکا متحده ایالاتو نن د کندهار هوايي لوا ته ۴ بلک هاک چورلکې وسپارلې.
هغه زیاته کړه، څو میاشتې وړاندې په ورته توګه ۴ نورې بلک هاک چورلکې هم سپارلې وې چې اوس یې شمېر ۸ ته ورسېد.
نوموړي وویل، دغه چورلکې به د کندهار د هوايي ځواک اړتیاوې تر پخوا په ښه توګه پوره کړي چې په عملیاتي او اکمالاتي برخو کې به ورڅخه کار اخیستل کېږي.
پيلوټ خبر ورکړ چې د دغو پرمختللو چورلکو له سپارلو سره د پیلوټانو د روزنې لړۍ هم روانه ده چې د افغانستان ترڅنګ د امریکا په متحده ایالاتو او چک جمهوریت کې تر روزنې لاندې دي.
په افغانستان کې د بهرني هوايي ځواک قوماندان جنرال هیکر پژواک اژانس ته وویل، د امریکا متحده ایالات په پلان کې لري چې افغان هوایي ځواک ته ۱۵۹ بلک هاک هلیکوپټر وسپاري.
هغه زیاته کړه، تر دې مهاله د کندهار هوايي لوا ته ۸ بلک هاک چورلکې سپارل شوي او له مهالوېش سره سم به نورې هم سپارل کېږي.
ده وویل، د دغو موډرنو چورلکو په تر لاسه کولو به افغان هوايي ځواک نور هم مجهز شي او د نوې ټکنالوجۍ لرونکې چورلکې او الوتکې به ولري.
د کندهار د هوايي لوا قوماندان جنرال رازق شېرزي پژواک اژانس ته وویل، د نوو چورلکو له سپارلو سره د کندهار هوايي لوا ۸ بلک هاک هلیکوپټرې لري.
دی وايي، اوسمهال دغه چورلکې روزنیزې الوتنې تر سره کوي څو پیلوټان له دې نوې ټکنالوجي لرونکو چورلکو سره اشنا شي او په تدریجي توګه عملیاتو او اکمالاتو ته چمتو شي.
هغه، بلک هاک هلیکوپټر تر پخوانيو هغو پرمختللې او ښې وګڼلې او ویې ویل چې د پخوانیو چورلکو یوه ستونزه دا وه چې پرزې یې له روسیې پرته بل چېرته نه موندل کېدلې.
login or register a new account.