خوست ښار (پژواک، ۴ سلواغه ۹۶): د خوست والي له پاکستانه دغه ولايت ته د چرګانو پر واردولو بنديز ولګاوه او په دې برخه کې يې امنيتي ځواکونو ته جدي سپارښتنه وکړه.
د چرګانو فارمونو د مسوولينو په وينا، اوسمهال د پکتيا د ډنډپټان له لارې په منځنۍ کچه هره اوونۍ تر ۴۰زره پورې د غوښې چرګان دغه ولايت ته ورادېږي چې يوه برخه يې د خوست مارکېټ ته عرضه کېږي.
د خوست والي حکم خان حبيبي د سلواغې په ٤مه په خوست کې د چرګانو اتحاديې د مسوولينو غونډې ته وويل چې له پاکستانه د چرګانو واردول دلته د چرګانو فارمونو لرونکو لپاره پر زيان دي.
نوموړي له امنيتي ارګانونو وغوښتل چې له پاکستانه واردېدونکي چرګان را پرې نه ږدي او ويې ويل چې په دې اړه به اړوندو دولتي ادارو ته په مکتوبي ډول سپارښتنه هم ور ولېږي.
په همدې حال کې د چرګانو فارمونو د اتحاديې مسوولينو په وينا، اوسمهال په دغه ولايت کې د چرګانو د روزنې ۵۰۰ فارمونه شته چې په ۴۰ ورځو کې ۷۵۰زره چرګان بازار ته عرضه کوي.
د دې اتحاديې يوه مسوول نصيرالله حساس پژواک اژانس ته وويل چې له پاکستانه د چرګانو واردول نه يواځې د دوی پر کاروبار منفي اغېز لري، بلکې د روغتيا له پلوه هم ډاډمن نه دي.
په ورته وخت کې د چرګانو د يوه فارم مسوول حکيم ولي شرافت له پژواک اژانس سره په خبرو کې د ولايتي چارواکو له لوري د چرګانو پر واردېدو د ياد بنديز هرکلی وکړ.
نوموړي وويل چې له پاکستان څخه د واردېدونکو چرګانو وزن زيات دی او له دې امله چې په پاکستان کې ترې ډېره ګټه نه اخيستل کېږي، پکتيا، خوست او ځينو نورو ولايتونو ته يې په نسبي ارزانه بيه رالېږي.
شرافت زياته کړه چې د پاکستاني چرګانو پر واراداتو په بنديز سره به خلکو ته د روغتيا له پلوه هم ډاډمن چرګان ورسېږي او هم به د فارمونو د مسوولينو د اقتصاد په پياوړتيا کې پوره مرسته وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP