غزني ښار (پژواک، ٤ سلواغه ٩٦): د غزني په ده يک ولسوالۍ کې شپږ طالبان او څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
د غزني د والي وياند محمدعارف نوري د سلواغې په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ده يک ولسوالۍ په رباط سيمه کې د سيمه ييز پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې شپږ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د نوري د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې څلور سيمه ييز پوليس هم وژل شوي خو د طالبانو بريد پر شا تمبول شوى دى.
دغه راز د رباط سيمې اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې د شپې ناوخته وسله والو طالبانو د دې سيمې پر پوستې بريد وکړ.
هغه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل خو زياته يې کړه چې سهار هم له پوستې د اور لمبې پورته کېدې.
عبدالله زياته کړه: ((دا څويم ځل دى چې طالبان دغه پوسته نيسي نو حکومت بايد ورته لازم تدابير ونيسي.))
طالبان هم دغه بريد تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د رباط سيمې پر پوستې طالبانو بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او وسلې يې طالبانو له ځان سره وړې دي.
مجاهد په دې جګړه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
ده يک د غزني له نا امنو ولسواليو ده چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP