غزني (پژواک، ٤ سلواغه ٩٦): په غزني ښار کې پر دولتي ځمکو د جوړ شوو کورونو او نورو ودانيو د نړولو لړۍ پيل شوه.
د غزني والي عبدالکريم متين او امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان نن (د سلواغې ٤مه) د غزني ښار نواباد سيمې ته ورغلي وو او په دې سيمه کې پر دولتي ځمکو د جوړ شوو ودانيو د نړولو لړۍ یې پيل کړه.
والي وويل: ((په هر ځای کې چې ځمکه غصب شوې وي، موږ هم هلته ورځو او ځمکه د غاصبینو له منګولو ژغورو.))
متین ګواښ وکړ که هر دولتي مسوول د ځمکو د غصب په مخنیوي کې ناغېړي وکړي، نو قضایي ارګانونو ته به یې معرفي کړي.
ده زياته کړه: ((غاصبینو ته اخطار ورکوم چې دوی باید یا دولتي ځمکي خوشې کړي او یا به د قانون منګولو ته سپارل کېږي او هر غاصب او تر څنګ یې امنیتي او ملکي مامور چې دولتي ځمکې غصب کړي او یا د غصب په مخنیوي کې ناغېړي وکړي، زندان کې به يې واچوم.))
د اړوندې موضوع په اړه د غزني ولايتي شورا غړي حسن رضا يوسفي پژواک ته وويل چې د غزني ښار تر څنګ د دغه ولايت په نورو برخو کې هم د يو شمېر زورواکو له خوا زرګونه جريبه ځمکه غصب شوې ده.
هغه وايي: ((دا باید ومنو چې غزني کې دولت د ځمکو د غصب مخه نه ده نیولې او هره ورځ نوره ځمکه هم لاندې کېږي.))
دغه راز د غزني ښار اوسېدونکي محمد انور پژواک ته وويل چې حکومت يواځې په لرو پرتو سيمو کې د عامو خلکو له لوري پر دولتي ځمکو جوړ شوي کورونه نړوي.
ده وويل: ((د ښار منځ د روضې په سيمه کې هره ورځ تاريخي ځمکې غصبېږي، مخه يې نه نيسي، د ښار په يو څنډه نواباد کې چې عامو خلکو ځان ته کورونه جوړ کړي، هغه نړوي چې دا سم کار نه دى.))
د غزني د دولتي چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولايت کې شاوخوا ٢٥٠زره جريبه ځمکه غصب شوې او دغه لړۍ روانه ده.