Language

لوګر کې ۲۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پل علم (پژواک، ۴ سلواغه ۹۶): د لوګر سیمه ییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٠ نور ټپيان دي.

د لوګر والي محمد حلیم فدایي د سلواغې په ۴مه په یوه خبري ناسته کې وويل چې افغان امنيتي ځواکونو له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په څرخ ولسوالۍ کې د شمشاد په نوم چاڼيز عمليات پيل کړي وو چې نن پاى ته ورسېدل.

ده زياته کړه، په دغو عملياتو کې د څرخ کابو ٨٠ سلنه سيمه له وسله والو طالبانو پاکه شوه.

د نوموړي په خبره چې په دغو عملیاتو کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان دي او زیاتوي چې د هغوى د وسلو او مهماتو زېرمې او مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي.

د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې دوه راکټ، دوه کلاشينکوفونه، يو سراچه موټر، څلور موټرسايکلونه، ٨٢ د هاوان ميلونه، ۱۲ د ميزايل مرمۍ، ۱۸ د هاوان مرمۍ، ٥٥ لاسي بمونه، ٧ د ځانمرګي واسکټونه، ٣٠ پوځي درېشۍ، ٤٥ عسکري بوټونه، ٣ مخابرې، د هويت کارتونو جوړولو ماشينونه، پنځه بورۍ چاودېدونکي توکي او ګڼ نور وسايل د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

فدايي وايي، په دغو عملياتو کې افغان ځواکونو او عامو خلکو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی او په بشپړ برياليتوب پاى ته ورسېدل.

دى زياتوي، په روان ژمي کې به د دغه ولايت په څو نورو ولسواليو کې هم دغه ډول عمليات ترسره شي.

په دې ناسته کې د ولايتي شورا مشر حسيب الله ستانکزي وويل، د خوښۍ خبره ده چې زموږ افغان ځواکونه د بهرنيانو له ملاتړ پرته عمليات ترسره کړل.

نوموړي د څرخ له ولسونو مننه وکړه چې په ډېر زغم سره يې له افغان ځواکونو سره همکاري کړې ده، خو له چارواکو يې وغوښتل چې په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې کارونه پيل کړي.

د څرخ اوسېدونکي په سیمه کې د امنیت غوښتونکي دي او له حکومت څخه غواړي چې د دې ولسوالۍ امنیت په دوامداره توګه وساتي.

وسله والو طالبانو د لوګر د مسوولينو د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، په دې سيمه کې په تېر وخت کې هم دا ډول عمليات ترسره شوي، خو سيمه د امنيتي ځواکونو له پرېښودو وروسته بېرته د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.