مزارشريف (پژواک، ۵ سلواغه ۹۶): امنيتي مسوولين وايي چې د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د درېيو نجونو جسدونه موندل شوي دي.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د سلواغې په ۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښار له لسمې ناحيې يې نن سهار د وژل شوو ښځو درې جسدونه موندلي دي.
نوموړي زياته کړه چې د دغو درېیو نجونو مړي د سيمې په يوه خرابه کې اچول شوي وو.
د هغه په وينا، د پېښې په تړاو يې څېړنې پيل کړې، خو جسدونه د لا پېژندنې په موخه ملکي روغتون ته استول شوي دي.
د بلخ د ابن سينا ملکي روغتون سرطبيب ډاکتر نورمحمد فيض پژواک ته وويل چې دوه ساعته وړاندې ورته د درېیو مېرمنو جسدونو د امنيتي مسوولينو له خوا ور وړل شوي.
نوموړي زياته کړه، لومړنۍ څېړنې ښيي چې درې واړه پېغلې نجونې دي، پر ډزو ويشتل شوې او وژل شوې دي.
د هغه په وينا، تر دې دمه يې هويت نه دی معلوم او نه يې هم وارثين پيدا دي.
نږدې يوه مياشت وړاندې يوې نجلۍ د مزارشريف ښار له څو پوړيزې ودانۍ په مرموزه توګه لاندې غورځېدلې وه او مړه شوه.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي په دې وروستيو کې ورته جنايي پېښو ته اندېښمن دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP