Language

پکتیکا کې ۳۹ ښوونځي تړلي دي

ښرنه (پژواک، ٥ سلواغه ٩٦): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې لا هم په دغه ولايت کې ٣٩ ښوونځي تړلي چې له امله يې زرګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې دي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي يحيى ګټواز د سلواغې په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال حکومتي چارواکو له خلکو سره ژمنې کړې وې چې ټول تړلي ښوونځي به د زده کوونکو پر مخ پرانيزي خو په دغو ژمنو کې پاتې راغلي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغو تړلو ښوونځيو ډېری يې په خوشامند، برمل، خيرکوټ او اومنې ولسواليو کې دي.

دغه راز د خوشامند ولسوالۍ اوسېدونکي عيد محمد پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې هېڅ ښوونځى نشته.

هغه زياته کړه: ((په تېرو ١٦ کلونو کې په دې ولسوالۍ کې مکتب خو څه کوې چې يو کورس هم نه دى جوړ شوى، ټول ماشومان بېسواده پاتې شول.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د خوشامند ولسوالۍ ډېرى ماشومان د څارويو په څرولو بوخت دي.

همدارنګه قومي مشر بادشاه خان پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د پوهنې برخې ته اړينه پاملرنه نه ده شوې.

د ده په وينا، که حکومت د ښوونځيو په پرانيستلو کې له قومي مشرانو، عالمانو او مخورو سره مشورې وکړي نو ډېر ژر به دغه ستونزه هواره شي.

د دې موضوع په اړه د پکتيکا د پوهنې سرپرست رييس محمد کريم اتلوال پژواک ته وويل چې د ٣٨٩ ښوونځيو له ډلې ٣٩ يې تړلي چې له امله يې زرګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې دي.

هغه زياته کړه: ((موږ ډېر کوښښ وکړ چې بند مکتبونه خلاص کړو، خو طالبانو يې مخه نيولې او قومي مشران هم سمه همکاري نه کوي.))

اتلوال وايي چې د خوشامند ولسوالۍ لپاره دوى تشکيل او ټول امکانات په واک کې لري خو طالبان اجازه نه ورکوي.

خو د پکتيکا د والي وياند محمدالرحمن اياز بيا وايي چې له خوشامند ولسوالۍ پرته په نورو سيمو کې ښوونځي نه دي تړل شوي.

هغه وايي چې سيمه ييز چارواکي هڅې کوي څو د قومي مشرانو په منځګړتوب په خوشامند کې تړلي ښوونځي بېرته پرانيزي.

د يادونې ده، د پکتيکا په ګډون په ټول هېواد کې د نا امنۍ له امله تر زرو ډېر ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.