Language

په غزني کې  لس تنو ته مرګ ژوبله واوښته

غزنی(پژواک،۶سلواغه ۹۶): چارواکي وايي چې غزني کې پر يوه کور د دولت د وسله والو مخالفينو د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله شپږ ماشومان  او يوه ښځه وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

  د غزني د والي وياند محمدعارف نوري  د سلواغې په ٦مه پژواک اژانس ته وويل چې دوى د غزني ښار په منګور، قرباغي ، شهباز او سپندې سيمو کې د "ضرب اهنين" په نوم عمليات پيل کړي چې په ترڅ کې يې تراوسه لس وسله وال وژل شوي او د هغوى يوشمېر وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي . 

 هغه وويل چې په قرباغي سيمه کې  له يوه جومات سره نږدې پر يوه  کور د وسله والو طالبانو د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله يوه ښځه  او شپږ ماشومان وژل شوي او درې  تنه نور ټپيان دي .

 د غزني د ولايتي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې له يادې پېښې دوى ته شپږ جسدونه او درې ټپيان راوړل شوي.  

 هغه د ماشومانو عمرونه له ١٢کلونو ښکته ياد  کړل .

خو وسله والو طالبانو پژواک اژانس ته په رالېږلي ايميل کې ويلي چې د قرباغي سيمې دغه اووه  اوسېدونکي د افغان ځواکونو د هوايي بمبار په ترڅ کې وژل شوي دي. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.