پلخمري (پژواک، ٧ سلواغه ٩٦): د پژواک خبري اژانس موندنې څرګندوي چې په بغلان ولايت کې ٢٨٧٩٠ جريبه دولتي او نا دولتي ځمکې د زورواکو او دولتي چارواکو په ګډون د ١٧٤٤ کسانو له لوري غصب شوې دي.
د بغلان ولايت د ځمکو ادارې د معلوماتو له مخې، د غصب شوو ځمکو او غاصبينو لړليک بشپړ شوى او پلازمېنې ته استول شوى دى، خو تر اوسه يې په دې اړه غبرګون نه دى ښودلى، په داسې حال کې چې دغه لړليک يې د بغلان ولايتي شورا او لويې څارنوالۍ ته هم ورکړى دى.
د بغلان ولايت د ځمکو ادارو مشر رمضان راستين پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې ادارې اسناد نهايي کړي چې څرګندوي د غصب شوو ځمکو موقعيت او غاصبين په کې څرګند شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې د دغو اسنادو له مخې، په بغلان ولايت کې په ټوله کې ٢٨٧٩٠ جريبه دولتي او نا دولتي ځمکه د ١٧٤٤ کسانو له لوري غصب شوې او دا ځمکې د زور واکو او دولتي چارواکو له لوري غصب شوې دي.
خو يادې ادارې په دې اړه زيات جزئيات نه دي ورکړي.
له بلې خوا په بغلان ولايت کې کوچيان هم وايي چې زرګونه جريبه څرځايونه يې د زورواکو له لوري غصب شوي دي.
د بغلان ولايت د کوچيانو ادارې امر امان الله احمدزي وويل چې په تېرو دوو لسيزو کې د کوچيانو ١٣٩ زره څرځايونه د پخوانيو وسله والو قوماندانانو او زور واکو له لوري غصب شوي دي.
که څه هم نوموړي د کوم ځانګړي شخص نوم ياد نه کړ، خو ویې ويل ځيني افراد چې اوسمهال په واک کې دي، د دغه ځمکو په غصب کې لاس لري.
نوموړي د مرکزي بغلان د ځينو سيمو لکه بدل مست، کرکر، ګز، حسن تال يادونه وکړه چې پنځوس سلنه څرځايونه د زورواکو له لوري غصب شوي او همدارنګه د دهنه غوري د دېوان ګلچين، کيله ګکي او د دوش ولسوالۍ د خوش درې، مزار درې او ګورګيان سيمو پنځوس سلنه څرځايونه زور واکو نيولي دي.
يوازې په ولسواليو کې نه، بلکې د بغلان په مرکز پلخمري کې هم د زورواکو له لوري د دولتي او نا دولتي ځمکو د غصب موارد شتون لري.
د پلخمري ښاروالۍ اداري مدير فريدون شينوارى په داسې حال کې چې د ځمکو د غصب په اړه کره شمېرې نه لري، خو تاييدوي چې په دغه ښار کې د استوګنې ډېری وېشل شوې نومرې په غصب شوو ځمکو کې دي.
نوموړي زياته کړه چې په تېرو لسيزو کې د ښاروالۍ له لوري قانوني ډول خلکو ته د وېشل شوو ځمکو په پرتله د زور واکو له لوري د غصب شوو ځمکه اندازه درې چنده ده.
د ښاروالۍ دغه چارواکي د بېلګې په ډول وويل: ((موږ په کرکر سيمه کې په قانوني ډول ٧٠٠ نومرې ووېشلې، خو اوسمهال په سيمه کې اته زره نومرې ځمکه تثبت شوې چې په نا قانونه ډول وېشل شوې، په همدې سبب د ښاروالۍ د طرحه شوي پلان پلي کول له څو کلونو راهيسې له ستونزو سره مخ دى.))
بغلان د هېواد له مهمو کرنيزو او صنعتي دويمه درجه ولايتونو څخه دى چې ١٤ ولسوالۍ لري او مرکز يې د پلخمري ښار دى. د دغه ولايت ولسوالۍ له خنجان، دوشي، بنو، صلاح، پلحصار، جلګه، خوست، فرهنګ، ګذرګاه نور، نهرين، بورکه، دهنه غوري، تاله و فربک څخه عبارت دي.
د بغلان ولايتي شورا هم تاييدوي چې په تېرو څو لسيزو کې د دغه ولايت زرګونه جريبه ځمکې د زورواکو له لوري غصب شوې دي.
د بغلان ولايتي شورا مرستيال فيروزالدين ايماق د ځمکو ادارې له لوري د ځمکو غاصبينو د وړاندې شوي لړليک د پخلي تر څنګ وويل چې په دغه ولايت کې د دولتي ځمکو تر څنګ ملکي ځمکې (نا دولتي) هم غصب شوې دي.
نوموړي زياته کړه چې يوازې د بورې، نساجۍ، سمنټو، کان او سپين زر دولتي شرکت ١١ زره جريبه ځمکه د زورواکو له لوري نيول شوې، څو چې مرکزي حکومت د ځمکې بېرته ترلاسه کولو اقدام ونه کړي، ځايي اداره د دغه کار توان نه لري.
له بلې خوا د بغلان والي عبدالحى نعمتي هم د دغه ولايت د ځمکو د غصب موضوع تاييد کړه، خو کره شمېرې يې نه درلودې.
هغه وويل چې په دغه ولايت کې په تېرو لسيزو کې د حامد کرزي د حکومت تر پايه پورې يو شمېر زورواکو او د هغه وخت حکومتي چارواکو له خپل موقف نه په ګټې اخيستو سره دولتي او نا دولتي ځمکې غصب کړې دي.
نوموړي وويل چې له قانوني لارې د غصب شوو ځمکو د بېرته را ګرځولو هڅې پيل شوې او د دغه ولايت د ولايتي شورا په مشرتابه يو کمېسيون جوړ شوى، څو د غصب شوو ځمکو کره اندازه څرګنده کړي چې دغه کمېسيون خپل کار پيل کړى دى.
د بغلان والي زياته کړه چې په دغه ولايت کې د غصب شوو ځمکو موضوع په ولايت پورې اړه نه لري، په ټولو ولايتونو کې زرګونه جريبه ځمکې غصب شوې او اړتيا ده چې مرکزي دولت په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
په بغلان ولايت کې په داسې حال کې د زرګونه جريبه ځمکې د غصب خبر ورکول کېږي چې د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې ترې دې وړاندې ويلي وو چې د هېواد په ٣٠ ولايتونو کې ١.٣ ميليون جريبه ځمکه د زورواکو له لوري غصب شوې، خو په دايکنډي، پنجشېر، نورستان او کونړ ولايتونو کې د ځمکو د غصب موارد کم دي.
د سرچينې په خبره، په ټوله کې کوچني غاصبين چې د ځان لپاره يې سرپناه جوړه کړې او ستر غاصبين چې تر زر جريبه پورې ځمکه يې غصب کړې، له ١٥ نه تر ٨٣١ تنو پورې رسېږي او حکومت هم سياسي اراده لري چې دا ځمکې بېرته تر لاسه کړي.