مزارشريف (پژواک، ٨ سلواغه ٩٦): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ملي شورا د دوو وکيلانو تر منځ په وسله وال نښته کې دوه کسان ټپيان شوي دي.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د سلواغې په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې وروسته د ښار په درېيمه امنيتي حوزه کې رامنځته شوې وه.
هغه زياته کړه چې په ولسي جرګه کې د دغه ولايت د وکيل عباس ابراهيم زاده او د مشرانو جرګې د غړي عباس اخلاقي د وسله والو تر منځ پر يوه حقوقي موضوع شخړه شوې ده.
دى وايي چې په دې نښته کې تر اوسه له دواړو لورو یو يو تن ټپي شوي او سپين ږيري هڅه کوي چې د دوى تر منځ روغه وکړي.
قادري وويل، ګارنيزيون ته دنده سپارل شوې چې يادې دا کسان له سيمې وشړي او يا دې وسلې ترې واخلي.
د ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند د قابله پروين او ماما ابراهيم په څلورلارې کې خلک بند پاتې شوي ، د موټرو تګ راتګ نه کېږي او خلکو کې وېره خپره شوې ده.
له يادو ډلو يو وسله وال چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې د عباس اخلاقي په سيمه کې يوه نمره اخيستې چې د ابراهيم زاده د وسله والو له خوا يې ممانعت کېږي.
د هغه په وينا، پر همدې موضوع ددواړو ترمنځ نښته شوې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP