Language

پکتيکا کې د نس ناستې ضد واکسين کمپاين پيل شو

ښرنه (پژواک، ٩ سلواغه ٩٦): د پکتيکا په مرکز ښرنه او امنو ولسواليو کې د عامې روغتيا له لوري د نس ناستي ناروغۍ د مخنيوي په موخه د روټا واکسين کمپاين پيل شو.

د پکتيکا د عامې روغتيا سرپرست، ډاکتر اسلم پژواک اژانس ته وويل چې دغه واکسين به هم د پوليو د واکسين په څېر له يو کال کم عمره ماشومانو ته درې دوزه ورکول کېږي.

هغه زياته کړه چې د پوليو د واکسين برخې کارکوونکي پر کلي او کورونو ګرځېدل خو دغه واکسين په ټولو روغتيايې مرکزونو کې شته او خلک کولای چې خپل ماشومان خپلو نږدې کلينيکونو ته د دغه واکسین د تطبیق په موخه بوځي.

اسلم، دغه واکسين د نس ناستي ناروغۍ د مخنيوي لپاره مهم وباله اوله خلکو يې د دغه واکسينو په تطبيق کې د مرستې غوښتنه وکړه.

قومي مشر حاجي سيدالله پژواک ته وويل چې په پکتيکا کې په دې وروستيو مياشتو کې سلګونه ماشومان پر نس ناستې اخيسته شوي دې.

هغه د عامې روغتيا له مسوولينو غوښتنه وکړه چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې دې دنس ناستې ناروغۍ د روټا واکسين تطبیق ته زمينه برابره کړي.

د نوموړي په وينا، د دغه ولايت قومي مشران ديني علما او قومونه چمتو دي چې د عامي روغتيا له رياست سره هر ډول همکاري او مرسته وکړي.

د ولايتي شورا غړي نعمت الله بابري هم له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د روټا واکسين ډېر مهم دی او د عامي روغتيا برخې مسوولين دې دغه پروسه ټولو ولسواليو ته وغځوي.

د مرکز ښرني د ملکي روغتون مشر ډاکتر چنار وايي چې هره ورځ يې په روغتون کې تر ۵۰ زیات پر نس ناستې اخته ماشومان ور وړل کېږي.

هغه وويل چې که د دې ناروغۍ مخه ونه نيول شي په نږدې راتلونکي کې به پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زيات شي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.