ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره پنځې لوبډلې اعلان کړې | بدخشان کې د «مخمل خیال» په نوم هنري نندارتون جوړ شو |  لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
د خوست مامورين: په خپل وخت معاش نه راکول کيږي

د خوست مامورين: په خپل وخت معاش نه راکول کيږي

author avatar
30 Jan 2018 - 11:52
د خوست مامورين: په خپل وخت معاش نه راکول کيږي
author avatar
30 Jan 2018 - 11:52

خوست ښار (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۶): د خوست دولتي مامورين نيوکه لري چې د مستوفيت د ناغېړۍ له امله په خپل وخت معاشونه نه شي اخيستلی.

په دې وروستيو کې دولتي حوالې د مستوفيتونو له خوا د اېمېل له لارې ماليې وزارت ته لېږل کېږي او بيا يې د تاييد پروسه د ماليې وزارت له لوري ترسره او بېرته بيا اړوندو مستوفيتونو ته لېږل کېږي.

په خوست کې د يوې دولتي ادارې  مامور محمد ناصر (مستعار نوم) پژواک اژانس ته وويل، له کله راهيسې چې په مستوفيت کې ياد سيستم فعال شوی، يوه يا دوه مياشتې يې معاشونه ځنډېږي.

هغه زياته کړه:((د پرېکړې له مخې د هرې مياشتې په ١٥مه معاشونه ورکول کېږي، نن د سلواغې لسمه نېټه ده، پنځه ورځې ددې مياشتې معاش ته پاتې دي او تر اوسه يې د مرغومي مياشتې معاش هم نه دى راکړى. ))

د نوموړي په وينا، د دوی معتمد ته هر ځل د مستوفيت کارکوونکي وايي چې د حوالو د تېرولو کمپيوټري سيستم خراب شوی، خو د اتو يا نهو مياشتو په تېرېدو سره بيا هم سيستم جوړ نه شو.

د خوست د اولمپيک امريت يو مامورمحمد الرحمن قاسم پژواک اژانس ته وويل چې تر دې مخکې د حوالو تېرولو پروسه د څو دقيقو په جريان کې ترسره کېدله او معاشونه يې په خپل وخت ترلاسه کول.

د هغه په وينا، د ټولې کورنۍ سترګې يې همدې معاش ته نيولې دي، ځکه نور هېڅ عوايد نه لري.

ده زياته کړه: (( سلګونه افغانۍ مې پر کرايې او د غرمې په ډوډۍ مصرفيږي خو د معاش درک نشته.))

په ورته وخت کې د خوست د ولايتي شورا غړي قديم افغان پژواک اژانس ته وويل چې تر اوسه له دوی سره دا ستونزه نه ده شريکه شوې، خو زياته يې کړه که څوک دا ستونزه لري، ښه خبره دا ده چې له مستوفيت سره يې شريکه کړي.

خو ددې ولايت د ولايتي شورا رييس کفيل ريحان پژواک اژانس ته وويل، دا ستونزه به د مستوفيت له مسوولينو سره شريکه او د هواري لپاره به يې پر لازمو لارو چارو وغږيږي.

په ورته وخت کې د خوست مستوفي د دولتي مامورينو د وروستيو دوو مياشتو د تنخواګانو ځنډېدل مني، خو وايي چې تر دې وړاندې يې مامورينو ته په خپل وخت معاشونه ورکړي دي.

مستوفي محمد رسول قاري زاده پژواک اژانس ته وويل، کله کله تنخواګانې له دې امله ځنډېږي چې حوالې ماليې وزارت ته اېمېل کوي او هلته يې پروسه ژر نه ترسره کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.