Language

د زابل والي : خلک دې خپلې حقوقي پرېکړې د محاکمو پر ځاى په قومي جرګو وکړي

کلات(پژواک،١٠سلواغه٩٦): د زابل والي له خلکو غوښتنه کړې چې خپلې حقوقي پرېکړې د محاکمو پر ځاى پر قومي جرګو  وکړي.

دغه څرګندونې د زابل والي خيال محمد حسيني د سلواغې په لسمه په مرکز کلات کې خبريالانو ته وکړې.

هغه وويل ، په دې ولايت کې د قومي جرګو ترڅنګ د مجاهدينو شوراګانې هم شته چې د خلکو د حقوقي پرېکړو په حل کولو کې مرستې کوي.

والي وايي: (( ما له خلکو غوښتنه کړې چې د محاکمو پرځاى خپلې پرېکړې پر همدې قومي جرګو وکړو.))

د هغه په وينا، کومې قضيې چې ده ته ورشي، نو دى يې هم د محاکمو پرځاى قومي جرګو ته راجع کوي.

والي زياته کړه: (( د محاکمو پر پرېکړو ډېرى وخت يوه ډله خوښه وي، بله نا خوښه وي، خو د قومي جرګو پر پرېکړو دواړه لوري خوښ وي.))

خيال محمد حسيني نږدې دوه مياشتې وړاندې د زابل د والي په توګه  وټاکل شو او د ملي شورا په تېره دوره کې په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازى و.

بل لورته د زابل د ولايتي شورا رييس عطاجان پژواک ته وويل چې د دې ولايت په ولسواليو کې خلک پر قومي جرګو نه ، بلکې خپلې حقوقي پرېکړې پر طالبانو کوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دې ولايت له لسو څخه يواځې په دوه ولسواليو کې عدليي او قضايي ارګانونه فعاله دي، نو ځکه خلک طالبانو ته مراجعه کوي.

ده وويل چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې د پراخ اداري فساد له امله خلک اړکيږي چې خپلې پرېکړې پر وسله والو طالبانو وکړي.

همدارنګه په کلات ښار کې قومي مشر روح الله پژواک ته وويل چې له پخوا راهيسې په دې ولايت کې خلک خپلې پرېکړې پر قومي جرګو او شوراګانو کوي.

ده هم وويل چې په قضايي ارګانونو کې اداري فساد ډېر دى، نو ځکه خلک د پرېکړو لپاره نه ورځي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.