Language

د غزني د لويو لارو قوماندان  ووژل شو

غزني ښار(پژواک،١٠سلواغه٩٦): غزني کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې د دې ولايت د لويو لارو قوماندان وژل شوى او څلور نور پوليس ټپيان دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د سلواغې په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال د اندړو ولسوالۍ د جمال کلا په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې د غزني د لويو لارو قوماندان عزيزالله فدايي وژل شوى او څلور نور پوليس ټپيان دي.

ده وويل چې په دې جګړه کې اته طالبان هم وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د اندړو يوه اوسېدونکي نورالله هم وويل چې په جمال کلا کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

خو نوموړي په جګړه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

بل لورته وسله وال طالبان هم ياده جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د جمال کلا په جګړه کې د قوماندان عزيزالله په ګډون ١٢ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې دوه طالبان هم ټپيان شوي دي.

د يادونې ده چې له تېرې جمعې ورځې راهيسې د اندړو  ولسوالۍ په ګډون د غزني په يو شمېر سيمو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې چاڼيز عمليات پيل شوي دي.

login or register a new account.