Language

د غزني ګیلان او مقر ولسوالۍ د پولیسو د کم تشکیل له امله نا امنې شوې

غزني (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٦): د غزني د ګيلان او مقر ولسواليو امنيتي چارواکي وايي چې د پوليسو تشکيل يې کم دى نو ځکه يې سيمې هم له امنيتي ګواښونو سره مخ دي.

د غزني د ګيلان ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال لطف الله کامران د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ شاوخوا نيمايي برخه خاوره د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده.

هغه زياته کړه: ((ګيلان ٢٠٧ کلي لري، نيم يې له موږ سره دى او نيم يې له طالبانو سره دي او دا ځکه چې هم مو په ملي پوليسو کې او هم مو په سيمه ييزو پوليسو کې تشکيل کم دى.))

د کامران په وينا، که چېرې يې تشکيل پوره شي نو دوى به وکولاى شي چې د طالبانو په لاس کې سيمې ترې بېرته ونيسي.

هغه وايي کومې سيمې چې له طالبانو سره دي، دوى يواځې په کې عمليات کولاى شي خو د ډېرې مودې لپاره پاتې کېدل په کې ورته ناشوني دي.

ده ونه ويل چې د پوليسو په تشکيل کې يې څو تنه کم دي خو زياته يې کړه: ((زموږ پوليس يې يو شمېر نورو سيمو ته خدمتي ورکړي دي.))

د همدې ولسوالۍ يوه سيمه ييز پوليس دين محمد پژواک ته وويل چې يوه پښه يې له طالبانو سره په جګړه کې ټپې شوې ده.

ده وويل چې هره شېبه وسله وال طالبان د دوى پر پوستو بريدونه کوي او دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوړي.

هغه زياته کړه: ((له لسو زیات ملګري مې د سترګو پر وړاندې وژل شوي دي، جنګونه زیات دي په زیات شمېر کلیو کې طالبان اوسېږي.))

د دين محمد په وينا، کوم ملګري چې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ووژل شي، په بدل کې يې نور پوليس دوى ته نه ورکول کېږي.

دغه راز د مقر ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان عبدالمتين هم پژواک ته وويل چې د دوى د پوليسو تشکيل هم کم دى.

ده وويل چې په دې ولسوالۍ کې ډېرې سيمې له حکومت سره دي خو د پوليسو د تشکيل د کمښت له امله دوى نه شي کولاى هغه سيمې هم ونيسي چې اوسمهال يې کنټرول له طالبانو سره دى.

login or register a new account.