Language

کندوز کې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو نه فعالیت خلک له ستونزو سره مخ کړي

کندوز (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٦): په کندوز کې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې مخابراتي شبکې د شپې له مخې فعاليت نه کوي چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د کندوز اوسېدونکي وايي چې پخوا دغه ستونزه يواځې د شپې له مخې وه، خو په دې وروستيو کې د ورځې په جريان کې هم مخابراتي شبکې سم فعاليت نه کوي.

د کندوز ښار اوسېدونکي همايون د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دريو مياشتې راهيسې په دغه ولايت کې مخابراتي شبکو فعاليت غير منظم شوى دى.

هغه وايي: ((د مخابراتي شبکو فعاليت د ورځې په درېيو بجو بنديږي، بيا د سهار په شپږو بجو بېرته پيلېږي چې دا د خلکو لپاره يو لوى مشکل دى.))

دغه راز د کندوز ښار بل اوسېدونکي شفيق الله هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د حکومت په پرتله د طالبانو حکم ډېر چلېږي.

ده وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې طالبانو مخابراتي شبکو ته امر کړى چې د شپې له مخې به فعاليت نه کوي، هغوى هم دغه امر منلى دى.

دغه راز د چهاردرې ولسوالۍ اوسيدونکي سيد اکرام پژواک ته وويل: ((په ښار کې چې مخابراتي شبکې کار نه کوي، نو په ولسواليو کې يې خو بېخي نه کوي.))

د ده په وينا، کله چې د طالبانو خوښه وي نو مخابراتي شبکې به کار کوي او که يې خوښه نه وي نو بيا يې بندوي.

دغو کسانو او د کندوز يو شمېر نورو اوسېدونکو له حکومت نه غوښتنه وکړه چې هر څه ژر يې دغه ستونزه هواره کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز والي اسدالله عمرخيل هم پژواک ته وويل چې طالبانو د شپې له مخې د مخابراتي شبکو فعاليت بند کړى دى.

هغه وايي: ((په شپني عملياتو کې طالبانو ته ډېره مرګ ژوبله واوښته نو ځکه يې مخابراتي شبکې دې ته اړ کړې چې د شپې له مخې خپل فعاليتونه بند کړي.))

عمرخېل وايي چې طالبان د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه نه شي کولاى نو ځکه له بېلابېلو لارو خلکو ته ستونزې جوړوي.

login or register a new account.