ښرنه (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٦): د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ د شل کليو د ٢٥زره اوسېدونکو لپاره ګرځنده کلينيک جوړ شو او فعالیت یې پیل کړ.
په دغه ولايت کې د ريلايف نړيوالې موسسې ولايتي ډلمشر عبدالملک شفق د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کلينيک د دې موسسې له لوري جوړ شوى دى.
هغه وويل چې دغه کلينيک به د اورګون ولسوالۍ د ۲۰ کليو زرګونو اوسېدونکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي.
د شفق د معلوماتو له مخې، یاد کلينيک د امبولانس او د عاجلې خونې د درلودو تر څنګ د روغتيا په برخه کې ښځو ته مشورې هم ورکوي.
ده زياته کړه: ((کلينيک به د هر ناورغ درملنه په خپل کلي کې کوي او د کوم ناروغ چې درملنه نه شي کولاى هغه به نورو روغتيايي مرکزونو ته انتقالوي څو يې درملنه وشي.))
شفق د دغه کلينيک د لګښت په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
دغه راز د اورګون قومي مشر عبدالرحمن پژواک ته وويل چې اورګون ډېره لويه ولسوالۍ ده نو يو شمېر خلکو يې روغتيايي خدمتونو ته اړين لاسرسى نه درلود.
ده وويل: ((دغه کلينيک د دې ولسوالۍ په لرو پرتو سيمو کې فعاليت کوي، موږ ډېر خوشحاله يو چې دا فعاله شو.))
نوموړي زياته کړه چې له دغو خدماتو به د دې ولسوالۍ ٢٥زره اوسېدونکي ګټه پورته کړي.
دغه راز د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکتر ولي خروټي پژواک ته وويل چې د دغه کلينيک په جوړېدو سره به د اورګون د هغو خلکو درملنه کېږي چې پخوا ورته روغتيايي خدمات کمزوري وو.
هغه زياته کړه: ((موږ کوښښ کوو چې نړيوالې موسسې وهڅوو څو په دغه ولايت کې خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي.))
د يادونې ده، تر دې وړاندې هم په پکتيکا کې ١١ ګرځنډه کلينيکونو فعاليت درلود.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP