Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

٦٦ کلن وقار په دويمه مثنى تذکره د عطاء محمد نور په هدايت ولسوال معرفي شو

٦٦ کلن وقار په دويمه مثنى تذکره د عطاء محمد نور په هدايت ولسوال معرفي شو

author avatar
4 Feb 2018 - 16:28
٦٦ کلن وقار په دويمه مثنى تذکره د عطاء محمد نور په هدايت ولسوال معرفي شو
author avatar
4 Feb 2018 - 16:28

کابل (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٦):٦٦ کلن امير محمد وقار په دويمه مثنى تذکره د بلخ ولايت د شولګر ولسوالۍ د ولسوال په توګه نن معرفي شو.

يوې حکومتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د سلواغې په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سيمه ييزو ارګانونو له خوا امير محمد وقار ته د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ د ولسوال لپاره امر ورکړل شوى و، خو د بلخ د پخواني والي عطاء محمد نور په هدايت نن د شولګر  د ولسوال په توګه معرفي شو.

سرچينې زياته کړې، داچې د اميرمحمدوقار عمر له ٦٥ کلونو څخه اوښتى او د ملکي خدمتونو د قانون له مخې، بايد تقاعد او په کور کېني.

يادې سرچينې وويل،امير محمد وقار لومړى يوه مثنى تذکره جوړه کړې چې په هغه کې د ١٣٥٣ لمريز کال ٢٣ کلن ليکل شوى دى.

خو سرچينه وايي چې هغه بيا په ١٣٩٥ لمريز کال کې بله درېيمه تذکره هم جوړه کړې د ١٣٥٣ لمريز کال ٢٠ کلن ليکل شوى دى. په دې تذکره کې ليکل شوي (سابقه اش به ص ١٩٠، نمبر ٩٣٢ جلد اول )

د سرچينې د معلوماتو له مخې، نوموړي له سيمه ييزو ارګانونو څخه د چهاربولک ولسوالۍ لپاره امر اخيستى و، خو دا چې هلته يو زورور ازبک ولسوال و؛ نو پر هغه يې زور ونه رسېد او د پخواني والي په هدايت شولګر ته ولېږل شو.

خو امير محمد وقار چې پخوا په امير شاه خان مشهور و، دا خبره ردوي چې ګوندې ده جعلي مثنى تذکرې جوړې کړې دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، هغه له سيمه ييزو ارګانونو منظوري لري او د عطاء محمد نور (چې دى ورته والي وايي)  په هدايت نن معرفي شو.

د نوموړي په وينا، نن د هغه د معرفۍ په مراسمو کې ٥٠٠ کسانو برخه اخيستې وه، د ملي راډيو تلوېزيون خبريال راغلى و، پروګرام يې ثبت کړى او ماخوستن به د بلخ له ملي تلوېزيون څخه خپور شي.

شولګر ته معرفي شوي ولسوال وويل، د تذکرې له مخې ٦٣ کلن دى، دوه کاله نور ماموريت کولى شي او له تېرو ١٤ کلونو راهيسې د بلخ په څو ولسواليو کې يې د ولسوال په توګه دندې تر سره کړې دي.

د وقار په وينا، د بلخ ولايت د بشري منابعو رياست په دې اړه په جريان کې دى.

خو د بلخ ولايت د بشري منابعو رييس محب الرحمن پژواک اژانس ته وويل چې امير محمد وقار شولګر ته دخدمتي ولسوال په توګه نن معرفي شو، هغه په اصل کې د دولت اباد ولسوال دى.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.