Language

بغلان کې پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پلخمري (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٦): د بغلان په تاله برفک ولسوالۍ کې د دوو انجينرانو د تښتونې پر مهال د طالبانو او پوليسو تر منځ جګړه شوې چې له امله يې پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع د سلواغې په ۱۶مه پژواک ته وویل: ((دوه انجینران چې تېره ورځ د تاله برفک ولسوالۍ د ودانۍ د بیارغونې د لیدنې په موخه دغې ولسوالۍ ته تللي وو، د بېرته راتګ پر مهال د دهن استمه په سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول کېږي چې پوليس اقدام کوي او نښته رامنځته کېږي.))

ده وويل چې په دې جګړه کې دوه وسله وال وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

د پولیسو ویاند زیاتوي د وژل شوو جسدونه د پېښې په ځای کې پاتې دي چې په کې د طالبانو د ډلې نامتو سرګروپ غلام قادر هم شامل دى.

شجاع وايي چې له وسله والو طالبانو دوه میله وسلې هم د پولیسو لاس ته ورغلې دي.

بغلان ولایت پولیسو د ویاند په وینا تښتول شوي کسان روغ رمټ خپل ځای ته رسول شوي او په دې نښته کې پولیسو ته هم کوم زیان نه دی اوښتی.

د تاله برفک ولسوال محمد اسماعیل برفکي پژواک ته د پولیسو او وسله والو تر منځ جګړه تايیدوي خو د وسله والو له خوا دوه تښتول شوي کسان انجینران نه، بلکې عادي کارکوونکي بولي.

ولسوال زياتوي چې جګړه د تښتول شوو کسانو د خلاصون په موخه نه ده شوې، بلکې په دې سيمه کې ډېرى وخت د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې کېږي.

ده زيات کړه چې وسله والو تښتول شوي کسان په خپله خوشي کړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

تاله برفک د بغلان ولایت مرکز پلخمري جنوب لور ته پرته یوه لرې غرنۍ ولسوالي ده چې له بامیان او پروان ولایتونو سره ګډه پوله لري، دغه ولسوالۍ په تېر دوبي موسم کې دوه ځلې د طالبانو له خوا د لنډې مودې لپاره ونيول شوه.

login or register a new account.