پلخمري (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٦): بغلان کې امنيتي موظفينو څه باندې ٤١ کيلوګرامه هيرويين نيولي او ورسره په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.
دغه څرګندونې د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اکرام الدين سريع د سلواغې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغه وويل چې دغه څه باندې ٤١ کيلوګرامه هيرويين په يو ټېلر موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو.
سريع زياته کړه: ((زموږ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت کار کوونکو له پخوا په دې اړه اطلاع درلوده، نو پرون يې د پلخمري په شمرق سيمه کې دغه ټېلر نيولی دی.))
د قوماندان په وينا، یاد نشه يي توکي په کندوز ولايت کې په ماهرانه ډول په دغه موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو.
ده وويل چې د دې پېښې په تور يو کس نيول شوى چې اوسمهال ترې څېړنې روانې دي.
د يادونې ده، دوه اوونۍ وړاندې هم د بغلان پوليسو یوه اندازه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي وو چې په تور يې دوه تنه نيول شوي هم وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن