ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې له بې ځايه شويو کورنيو سره  د مرستو لړۍ پيل شوه

هلمند کې له بې ځايه شويو کورنيو سره د مرستو لړۍ پيل شوه

author avatar
5 Feb 2018 - 17:47
هلمند کې له بې ځايه شويو کورنيو سره  د مرستو لړۍ پيل شوه
author avatar
5 Feb 2018 - 17:47

لښکرګاه(پژواک،۱۶سلواغه۹۶):  هلمند کې له سلګونو بې ځايه شويو کورنيو سره د ژمنيو توکو د مرستو لړۍ پيل شوه.

د دې ولايت د کډوالو چارو رييس نقيب الله زمريال د سلواغې په ١٦مه خبريالانو ته ووويل چې دغه مرستې د يونيسف ادارې له لوري له څه باندې اووه سوه بې ځايه شويو کورنيو سره ترسره کيږي.

ده وويل چې په دې مرستو کې د پخلنځي د سامان ترڅنګ ٢٠ قلمه نور توکي دي چې نن يې د وېش لړۍ پيل شوه.

دغه راز په يادو مراسمو کې د هلمند مرستيال والي بسم الله روحاني وويل چې مرستندويه ادارې بايد له نورو بې ځايه شويو کورنيو سره هم مرستې وکړي.

ده زياته کړه: (( د ژمي په موسم کې د دغه شان مرستو کول ډېر مهم وي، ځکه خلک ژمني شيانو ته ضرورت لري او زه د يونيسف له ادارې مننه کوم چې دغه مرستې يې وکړې.))

همدارنګه د هلمند د ولايتي شورا غړي بريالي نظري وويل چې د بې ځايه شويو کورنيو سروې په شفاف ډول ترسره شوې ده.

هغه وايي چې د ولايتي شورا غړي د مرستو د وېش له لړۍ څخه جدي څارنه کوي.

د نهرسراج ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي ګلبدين وويل چې د جګړو له امله بې ځايه شوي، خو دا يې لومړى ځل دى چې مرستې ترلاسه کوي.

ده وويل: (( کار نشته دى، جګړې مجبوره کړي يو چې مرستې واخلو.))

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د هلمند د کډوالو چارو رياست له لوري له ١١٥٠٠ بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي او ژمنيو توکو مرستې ترسره شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.