Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مدني فعالانو مزارشريف ښار کې د نامسوولو وسله والو په زياتېدو اندېښنه وښوده

مزارشريف (پژواک، ۱۷سلواغه  ۹۶): د بلخ مدني فعالان وايي، دوی ګومان نه کاوه چې د سياسي ګوندونو وسله وال پلويان دې د خپلو ډلو په ملاتړ د مزارشريف سړکونو ته راووځي.

تېره ورځ د مزارشريف ښار شاديان سړک باندې په لسګونو وسله وال، چې شخصي جامې يې پر تن وې او د جمعيت اسلامي ګوندي بيرغ يې له ځانه سره لېږداوه، د خلکو پام د ځان په لور کړی وو.

خو د جمعيت ګوند وايي چې دغو وسله والو په دوی پورې تړاو نه درلود.

مدني فعالان وايي، دوی د وسله والو ګوندونو د وسلو د وېش اوازې اورېدلې وې، خو دا ګومان يې نه کاوه چې په ملاتړ يې وسله وال سړکونو ته ووځي او خلک به اندېښمن کړي.

مدني فعال  نسيم رحيمي د همدې وسله والو په تړاو پژواک خبري اژانس ته وويل، هېڅ ګومان نه يې کاوه چې هغه سياسي ګوندونه، چې د ډيموکراسۍ خبره هم کوي، داسې حرکت دې وکړي.

نوموړي د کوم ګوند نوم وانخيست، خو زياته يې کړه: ((د افسوس خبره ده چې د سياسي حالاتو له لږ تغيير سره د سياسي ګوندونو وسله وال سړکونو ته راووځي.))

د هغه په وينا، دوی په بلخ کې د سياسي ګوندونو له خوا خپلو پلويانو ته د وسلو د وېشلو اوازې اورېدلې وې؛ خو دا ورته د منلو وړ نه وه چې دوی دې خپل وسله وال سړکونو ته راوباسي.

مدني فعال ذبيح الله عسکرزاده وايي، له هغې مودې چې د بلخ ولايت مقام په تړاو د جمهور رييس فرمان له مشکل سره مخامخ شوی، د بلخ حالت ورځ تر بلې ترينګلى شوى دى.

نوموړي زياته کړه، په دغه موده کې وسله والې غلاوو او د وسله والو موټرسايکل سپرو غلو زياتوالي د خلکو اندېښنې زياتې کړې دي.

هغه همداراز په دغه موده کې په ښار کې د غير مسوولو وسله والو د ګرځېدو په زياتېدو هم ژوره اندېښنه وښوده.

عسکرزاده وويل، پر موټرو او موټرسايکلونو د غير مسوولو وسله والو ګرځېدو د ښار ټولنيز حالت ترينګلی کړی او د خلکو له اندېښنې سره مخامخ دي.

نوموړي زياته کړه، دوی ته مهمه نه ده چې دغه وسله وال له کوم سياسي ګوند سره تړاو لري، خو دا يې خپله دنده وګڼله، چې له حکومت څخه د دغه حالت د سمېدو لپاره جدي غوښتنه وکړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.