Language

کندوز کې شخصي کلینیکونه له قانوني اسنادو پرته فعالیت لري

کندوزښار (پژواک، ١٧ سلواغه٩٦):کندوز کې ټولو شخصي کلينيکونو له قانوني اسنادو پرته فعاليت پيل کړى او هره ورځ لسګونه ناروغان هم د درملنې په موخه ورځي.

د اړوندې موضوع په اړه د سلواغې په ١٧مه د کندوز ولايتي شورا مرستيال صفي الله اميري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې يو ځل بيا يو شمېر شخصي کلينيکونو فعاليت پيل کړى دى.

هغه وايي: (( په دې ولايت کې اته شخصي کلينيکونه دي چې زموږ د پلټنو کمېټې د معلوماتو له مخې اووه يې قانوني اسناد نه لري خو د خلکو درملنه کوي.))

اميري وويل چې دغه اووه بې اسناده کلينيکونه د دوى لخوا تړل شوي و،  خو يوه ورځ وروسته بېرته د کوم چا له لوري پرانيستل شوي وو.

د پژواک خبري اژانس خبريال د يادو کلينيکونو له ډلې، له دوو کلينيکونو څخه ليدنه وکړه.

د دې کلينيکونو خاوندان او يا هم ډاکټران حاضر نه شول چې له پژواک سره په دې تړاو خبرې وکړي.

خو د معروف شاه په نوم يو سپين ږيري پژواک ته وويل چې خپل ناروغ يې د درملنې په موخه راوړى دى.

هغه وايي:(( زه د ملرغۍ اوسېدونکى يم، چا ادرس راکړ، دلته راغلم، خپل ناروغ مې راوستى، دوا يې راکړه اوس بېرته روان يم ځم.))

بل لورته د کندوز ښار يو تن اوسېدونکي حميدالله پژواک ته وويل چې د عامې روغتيا رياست چارواکي بايد له روغتونونو او کلينيکونو څخه جدي څارنه وکړي.

هغه زياته کړه: (( کندوز کې ډېرى نرسان د ډاکټرانو دندې پرمخ وړي، چې دغه کار د خلکو د ژوند لپاره يو لوى ګواښ دى، موږ دغه مسئله څو ځلې له چارواکو سره شريکه کړې خو تر اوسه يې په اړه اقدام نه دى شوى.))

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د کندوز د عامې روغتيا سرپرست رييس متين عاطف پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې اته شخصي کلينيکونه دي، خو تر اوسه يو هم د فعاليت کولو قانوني اسناد نه دي ترلاسه کړي.

هغه وايي: ((دغه کلينيکونه يواځې د مارکيټنګ کولو اجازه لري چې دروازه يې خلاصه وي، څو خلک ترې ليدنه وکړي، خو د فعاليت کولو حق نه لري؛ ځکه چې اسنادونه يې تر اوسه په پروسس کې دي او نهايي شوي نه دي.))

login or register a new account.

Related Topics