Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د نشه يي توکو له کاروباريانو سره نښته کې يو پوليس افسر وژل شوى

ښار (پژواک، ۱۸ سلواغې ۹۶): د خوست امنيتي منسوبين وايي چې د دغه ولايت په مرکز کې د نشه يي توکو له يو شمېر پلورونکو سره په نښته کې د پوليسو يو افسر وژل شوی او يو بل پوليس ټپي دی.

د خوست د امنيې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره د سلواغې په ١٨مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه نښته تېره ورځ ناوخته د مرکز اړوند د متون په سيمه کې هغه مهال شوې چې پوليسو د نشه يي توکو د پلورلو پر يوه مرکز چاپه واچوله.

سرچينې ويلي چې په نښته کې د پوليسو يو افسر ساتنمن بهرام تڼی وژل شوى او يو بل پوليس ټپي شوی دی.

د سرچينې په وينا، دغو دواړو پوليسو د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په مديريت کې دندې درلودې.

د خوست امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر په ياده خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې له نښتې وروسته يې د نشه يي توکو په ياد پلورنځي کې درې کسان له يوه اندازه نشه يي موادو سره نيولي دي.

د يادونې ده، په خوست کې کوکنار او چرس نه کرل کېږي خو له نورو ولايتونو نشه يي توکي دغه ولايت ته قاچاق کېږي او بيا په ښار او نورو سيمو کې پر روږدو کسانو پلورل کېږي.

خو امنيتي چارواکي وايي چې په دې وروستيو کې يې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ کړې او ټولې هغه ډلې او کسان چې د دې توکو په خرڅلاو او قاچاق کې ښکېل دي، نيسي او د قانون منګولو ته يې سپاري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.