Language

د چټک غبرګون قطعې پولیسو د غزني پوهنې ریاست ځیني مامورین وهلي

غزني ښار (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٦): د غزني د پوهنې رييس وايي چې د چټک غبرګون قطعې سرتېرو ګواښلى، خو د دغه رياست ځيني نور مامورين يې وهلي دي.

د غزني د پوهنې رييس محب الله انصار د سلواغې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د چټک غبرګون قطعې پولیسو د دوى د رياست يو شمېر مامورين وهلي دي.

هغه وايي: ((خبره معلومه نه وه، د رياست مخې ته يې ځيني مامورين وهلي دي، کله چې زه ورغلم پر ما يې وار نه دى کړى خو ناسم چلند يې راسره وکړ چې ټول خلک د صحنې شاهدان دي.))

ده له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې دغه موضوع جدي تعقيب کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د والي وياند محمدعارف نوري پژواک ته وويل چې نن سهار د ولايت مقام ته څېرمه لاريون وو.

هغه وايي: ((کله چې د پوهنې رياست يو مامور راځي نو غواړي چې رياست ته ولاړ شي، خو سرتېري اجازه نه ورکوي او تر منځ يې شخړه کېږي چې بيا دغه کس رييس پسې ځي او رييس راځي، سرتېرو نه دى پېژندلى او رييس هم ټېله کړى دى.))

نوري وايي چې يواځې د پوهنې رياست دوه مامورين پر څپېړه وهل شوي خو بيا به هم دغه موضوع وڅېړل شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.