کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۶): د ایران د سوداګرۍ پراختیا سازمان ویلي چې روان کال افغانستان ته د دغه هېواد وارداتو کې ۱۴ سلنه کموالی راغلی دی.
د ایران د سوداګرۍ د پراختیا سازمان د افغانستان برخې مسوول محمد مهدي جوانمرد قصاب ایسنا خبري اژانس ته ويلي چې د روان کال لومړیو لسو میاشتو کې له افغانستانه د ایران د وارداتو ارزښت ۱۶ میلیونه ډالر و چې د تېر کال د ورته مودې پر تله ۱۴ سلنه کموالی ښيي.
د هغه په خبره، د تېر کال په ورته وخت کې له افغانستانه د وارداتو کچه ۱۹ میلیونه ډالر وه چې تر ډېره ودانیزې خامې ډبرې، د ورېښم چینجي پیله او کنجد په کې شامل دي.
قصاب زیاته کړې چې په دې وخت کې ایران افغانستان ته د شاوخوا دوه میلیون ډالرو په ارزښت صادرات لرل چې د تېر کال له ورته مودې سره توپیر نه لري.
د رب، کنسر، شېرینیو او بوټونو په ګډون ودانیز او خوراکي توکي او اوسپنه هغه لوی قلمونه دي چې افغانستان ته د ایران صادرات اعلان شوي دي.
د دغه ایراني چارواکي په خبره، دمګړۍ د افغانستان د بازار ۳۵ سلنه بهرني توکي د ایران جوړ دي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي چې د افغانستان د وارداتو او صادراتو ترمنځ نه انډول د هېواد پر زیان دی.
د ګاونډیانو له لوري د افغانستان د صادراتي توکو په برخه کې عملي شوي بندیزونه، د نا امنیو ډېروالی او د هېواد د اقتصادي ودې ټیټوالی هغه لوی عوامل دي چې د سوداګرۍ خونې د مرستیال په وینا، د اقتصادي چارو، په ځانګړې ډول ایران ته د افغانستان د صادراتو د زیانمنېدو لامل شوي.
خو د افغانستان حکومت اعلان کړی، د هېواد په ځمکني صادراتو کې محدودیتونو ته په کتو په هڅه کې دی چې د صادراتو د پراختیا لپاره هوايي دهلېزونو ته پراختیا ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP