Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بخشي: ځوانان دې د ظلم، چاودنو او ځانمرګو بريدونو په تړاو غږ پورته کړي

مزارشريف (پژواک، ۲۱ سلواغه، ۹۶): يوه افغان ځوان په مزار شريف ښار کې د بې ساري اعتراض په ترسره کولو له ځوانانو وغوښتل چې د ظلم، چاودنو او ځانمرګو بريدونو په تړاو غږ پورته کړي.

احمد خالد بخشي د پلازمېنې کابل اوسېدونکی دی او د سلواغې په ۲۱مه، يې د بلخ ولايتي شورا له مخې خپل اعتراض پيل کړ.

نوموړی چې د عدالت غوښتنې بېلابېل پيغامونه يې ځان سره لېږدول، د مزار شريف ښار پر ځينو واټونو وګرځېد او سلګونه ښاريانو ته يې خپل پيغام ور ورساوه.

هغه يو شعار ځان سره لېږداوه، چې ليکلي يې وو: ((زه يو بېغيرت ځوان يم، چې ناست يم او منتظر يم چې څه وخت به ووژل شم. ))

نوموړي همدا راز په خپلو شعارونو کې له سياسي کړيو هم غوښتنه کړې وه، چې له ځوانانو څخه د خپلو ناوړه ګټو ترلاسه کولو په موخه کار وانخلي.

احمد خالد بخشي د خپل اعتراض پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې نور د ظلم او بې عدالتۍ پر وړاندې د ځوانانو پر خاموشۍ ستړی شوی دی.

هغه زياته کړه، چې دې ناورين ته يواځې ځوانان بدلون ورکولای شي: (( موږ څلو لسيزې په جنګ او جګړو کې تېرې کړې، که چوپ پاتې شو همداسې به وژل کېږو، ځوانانو ته وايم چې راځئ راپورته شئ او دې حالت ته تغير وکړرئ.))

دغه معترض ځوان پر حکومت نيوکه کوي چې د امنيت په ټينګښت او د خلکو د خونديتوب په برخه کې پاتې راغلی دی.

په ورته وخت کې د مزار شريف يو شمېر اوسېدونکي دغه ډول حرکتونه د خلکو په ويښتابه کې مهم بولي او له ځوانانو غواړي چې د احمد خالد بخشي ملاتړ وکړي.

مدني فعالې مريم پژواک خبري اژانس ته وايي چې د ترهګرۍ د برېدونو ډېری قربانيان افغان ځوانان دي او په وينا يې په کار ده چې د مخنيوي لپاره يې په ولسي کچه هم کار وشي.

نوموړې زياتوي، چې خالد بخشي د ځوانانو درد درک کړی او بايد غږ يې بدرګه شي.

هغه همدا راز غواړي چې پر امنيتي مسوولينو هم بايد فشار راوړل شي تر څو د امنيت په ټينګښت کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.