Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کونړ د ولايتي شورا د رييس يو ساتونکى ووژل شو

اسعداباد (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٦) : د کونړ د ولايتي شورا د رييس يو ساتونکى د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

د ولايتي شورا رييس ولايت خان مشواڼي د سلواغې په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون تر غرمې وروسته په شلطن ولسوالۍ رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، دده يو تن ساتونکى له خپل کور څخه د جمعې لمانځه لپاره جومات ته روان و، چې په لاره کې ځاى پر ځاى شوى ماين پرې وچاودېد.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې يې ياد ساتونکى ووژل شو او يو بل عام لاروى ټپي شوى دى.

د کونړ امنيه قوماندانۍ هم دا پېښه تاييد کړې ده.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.