ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره پنځې لوبډلې اعلان کړې | بدخشان کې د «مخمل خیال» په نوم هنري نندارتون جوړ شو |  لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
خوست کې مېشت وزيرستاني کډوال: له ضمانت پرته نه ستنېږو

خوست کې مېشت وزيرستاني کډوال: له ضمانت پرته نه ستنېږو

author avatar
12 Feb 2018 - 17:33
خوست کې مېشت وزيرستاني کډوال: له ضمانت پرته نه ستنېږو
author avatar
12 Feb 2018 - 17:33

خوست ښار( پژواک، ۲۳ سلواغې ۹۶): په خوست کې مېشت وزيرستاني کډوال وايي چې که پاکستان يې د سر او مال د ساتنې تضمين ورنه کړي، خپل وطن (وزيرستان) ته نه ستنېږي.

د وزيرستاني کډوالو يو شمېر قومي مشرانو يادې څرګندونې د سلواغې په ٢٣مه، په خوست ښار کې يوه خبري کنفرانس ته وکړې او ويې ويل چې د پاکستان پر حکومت باور نه شي کولی.

په دغه ولايت کې د وزيرستاني کډوالو د شورا مشر ډاکټر حيات مسېد وويل چې وزيرستان ته ستانه شوي کډوال د پوځ له لوري په يوه کمپ کې ساتل کېږي او ناوړه چلند ورسره کېږي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ تر هغه وزيرستان ته نه ستنېږو څو چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري موږ ته د نړيوالو قوانينو مطابق د ستنېدو زمينه برابره نه کړي او د پاکستان حکومت تضمين را نه کړي.))

حيات مسيد همدارنګه وويل، يو شمېر رسنيو د پاکستان د حکومت په حواله ويلي چې افغان دولت له وزيرستاني کډوالو سره ناوړه چلند کوي، خو زياته يې  کړه چې دوی دا خبرې ردوي او بې بنسټ يې بولي.

د وزيرستاني کډوالو يو قومي مشر ملک شېر عزيز داوړ خبريالانو ته وويل، هغه کډوال چې وزيرستان ته ستنېږي، د پاکستان پوځ له دې لوري ورسره هېڅ ډول سامان نه پرېږدي او دا کار د دوی په زيان دی.

هغه زياته کړه : ((هلته مو کورونه ړنګ دي، بازارونه ړنګ دي. داسې يې ړنګ کړي دي، چې هېڅ معلومات نه کېږي چې دا کور د چا دی او هغه کور د چا دی.))

د وزيرستاني کډوالو يوه بل قومي مشر حکيم خان د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ ( يو اېن اېچ سي ار )څخه وغوښتل چې د دې سازمان له طرزالعمل سره سم دې دوی ته د ستنېدو زمينه برابره کړي.

هغه وويل، باوري دي چې که وزيرستان ته ستانه شي، د پاکستان د پوځ له لوري ځورول کېږي او په دې برخه کې يې له نړيوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.

حکيم خان وويل: ((زموږ غوښتنه دا ده چې په هغه ډول دې موږ خپل وطن ته ستانه کړای شو، په کوم ډول چې د نړۍ په کچه کډوال خپلو سيمو ته ستنېږي.))

په ورته وخت کې د خوست د کډوالو چارو رييس محمد هاشم پژواک اژانس ته وويل چې د افغان دولت د پاليسۍ او د کډوالو لپاره د نړيوالو قوانينو له مخې يې کډوالو ته د اوسېدو زمينه برابره کړې ده.

هغه وويل، څو چې کډوال په خپله خوښه ستنېدو ته نه وي حاضر شوي، افغان دولت په هېڅ صورت پر دوی فشار نه راوړي چې پاتې شي او يا خپل وطن ته ستانه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.