ژبه

کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره پنځې لوبډلې اعلان کړې

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ، د شپږیزې کرکټ لیک سیالیو لپاره پنځه لوبډلې اعلان کړې او وایي چې سږ کال نهم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ په خپله ترسره کوي.

د کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې مرکز مشر عبدالولي امین نن په دې تړاو په کرکټ بورډ کې جوړه شوې غونډه کې وویل چې سږ کال نهم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ کرکټ بورډ ترسره کوي.

هغه وویل‎ چې مخکې شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ په سوداګریزه بڼه ترسره کېدلی او کرکټ بورډ چې څنګه پلان درلود په هغه شان پرمختګ او لاسته راوړنه یې نه درلوده نو ځکه یې سږ کال په خپله ترسره کوي.

ده وویل، سږکال د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو لپاره پنځه لوبډلې لوبدلې ټاکل شوي ځکه چې کرکټ بورډ غواړي څو د کمیت پر ځای کیفیت ته پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې په دغو سیالیو کې شپږو لوبډلو برخه درلوده.

د افغانستان د کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې مشر محمد نظیم جار عبدالرحیمزي هم وویل چې د دغه سیالۍ به روانې اګسټ میاشتې په ۱۲مه په کابل کې پیل شي.

د ده په خبره چې په شپږیزه لیګ کې به په ټوله کې شل لوبې ترسره شي او پای لوبه به یې د روانې اکسټ میاشتې په ۲۵مه ترسره شي.

د لوبغاړو غوراوي کمېټې د پرېکړې پر بنسټ، راشدخان د سپین‌غر پړانګانو، ‏حشمت‌الله شاهدي د بند امیر ښامارانو، ابراهیم ځدراڼ د مېس عینک اتلانو، ‏رحمت‌شاه د بُست ساتونکو او عظمت‌الله عمرزی د امو نهنګانو لوبډلمشران ‏ټاکل شوي دي.