پلخمري (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٦): بغلان کې د جګړې له وېرې د بېځایه شوو کورنيو غړي وايي، تر هغه خپلو سيمو ته نه ستنېږي، څو چې افغان ځواکونه په کې مېشت شوي نه وي.
د بغلان د مرکز پلخمري اړوند د شهاب الدین سیمې د بېځایه شوو کورنیو غړي ټينګار کوي چې افغان ځواکونه بايد د جګړې لومړۍ کرښه بدله کړي څو دوى خپلو کورونو ته ستانه شي.
خو دغه کورنۍ د افغان ځواکونو له لوري د پیل شوو چاڼیزو عملیاتو پلوي کوي او له حکومته غواړي چې په نیول شوو سیمو کې دې امنیتي پوستې جوړې کړي چې د بیا ځل جګړې وېره ختمه شي.
د بغلان د مرکز شهاب الدین د خلازیو کلي اوسېدونکي محمد انور د سلواغې په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((کلي کې مو د افغان ځواکونو په شتون کې هر ساعت د جګړې د پیلېدو وېره شته، له همدې امله له کلي د افغان ځواکونو تر وتلو نه غواړو چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شو.))
د خلازیو کلي بېځایه شوو کورنيو بل غړى سرفراز خان وايي چې حکومت دې عملیات ګړندي کړي څو د جګړې لومړۍ کرښه بل ځاى ته انتقال شي.
هغه وايي، طالبان او افغان ځواکونه له شلو ورځو راهیسې یو بل ته ګوته په ماشه مرچلو کې ناست دي، سره له دې چې جګړه نشته خو وېره يې شته ده.
د هغه په اند ښه به دا وي چې افغان ځواکونه یې له کلي ووځي څو ټولې بېځایه شوې کورنۍ په ډاډه زړه بېرته خپلو کورونو ته ستنې شي.
د يادې سيمې يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ټينګار يې کاوه چې د جګړې برخليک بايد نور معلوم کړاى شي.
په سیمه کې د شاهین قول اردو د اړوند ټولي قوماندان تورن احمدالله پژواک ته وویل، هغو کسانو ته تر اوسه خپلو کورونو ته د بېرته ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې چې په کورونو کې يې د ماينونو د شتون شک کېږي.
login or register a new account.