Language

غزني کې د ترافيکې پېښې له امله درې تنه مړه او ١٥ نور ټپيان شول

غزني ښار(پژواک،٢٣سلواغه٩٦): د غزني په مقر ولسوالۍ کې د ترافيکې پېښې له امله درې تنه مړه شوي او ١٥ نور ټپيان دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د سلواغې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه شاوخوا ١٢ بجې د مقر ولسوالۍ په لړم سيمه کې يو ٣٠٣ موټر له سړک څخه اوښتى او چپه شوى دى.

هغه وويل چې په دې پېښه کې درې تنه مړه شوي او ١٥ نور ټپيان دي.

د لړم سيمې اوسېدونکي عزت الله هم پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې ١٥ تنه ټپيان شوي وو چې د مقر  ولسوالۍ کلينيک ته لېږدول شوي دي.

ده وويل چې د ډېرو ټپيانو روغتيايي حالت ښه و.

که څه هم تر اوسه د ياد شوي موټر د چپه کېدو اصلي لامل نه دى په ګوته شوى خو له تېرې شپې راهيسې په غزني کې واوره وريږي چې له امله يې سړکونه په وارو پوښل شوي او موټر چلوونکي يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.