Language

​”په کندوز کې طالبان د بهرني وګړو له خوا روزل کېږي”

کندوز (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٦): د کندوز د امام صاحب ولسوال وايي چې په دې ولسوالۍ کې د يو شمېر بهرنيو کسانو له لوري کورنيو طالبانو ته پوځي روزنه ورکول کېږي.

د امام صاحب ولسوال محبوب سعيدي د سلواغې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت ښه دى خو په دې وروستيو کې د بهرنيو کسانو شمېر په دې ولسوالۍ کې ډېر شوى دى.

هغه وايي: ((موږ دقيق اسناد لرو چې په دې ولسوالۍ کې داعش وسله وال نشته دي، خو يو شمېر بهرنيان پيدا شوي چې نه پېژندل کېږي، څوک دي خو له طالبانو سره نږدې اړيکې لري.))

ده وويل چې د همدغو بهرنيو کسانو له لوري وسله والو طالبانو ته د پوځي زده کړو تر څنګ د ماين جوړونې په برخه کې هم روزنه ورکول کېږي.

سعيدي زياته کړه: ((د بهرنيو وسله والو شتون موږ ته يو ډول اندېښنه پيدا کړې چې بايد مخنيوي يې وشي.))

ده ټينګار وکړ چې يو ځل بيا بايد په دې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې چاڼيز عمليات ترسره شي.

دغه راز د امام صاحپ اوسېدونکي حاجي رحيم الدين پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ په جنګل سيمه کې بهرني وسله وال ليدل شوي دي.

ده وويل: ((ډېر وخت کېږي چې په دې ولسوالۍ کې خارجي وسله وال هم فعاليت لري، غټې پوستې يې جوړې کړې، نورو طالبانو ته روزنه ورکوي، خو دولت يې تر اوسه په اړه هېڅ اقدام نه دى کړى.))

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي محمد رووف هم پژواک ته وويل چې په امام صاحب کې د بهرنيو وسله والو شمېر ورځ تر بلې ډېريږي.

هغه ټينګار وکړ چې په دې ولسوالۍ کې بايد عمليات ترسره شي.

د يادو څرګندونو په اړه په کندوز کې د ملي امنيت يوې سرچيني پژواک ته وويل چې په امام صاحب بهرني وسله وال شته خو شمېر يې ډېر يا کم شوى نه دى.

د هغه په وينا، امنيتي ځواکونه پلان لري چې په نږدې راتلونکې په دې ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات ترسره کړي.

login or register a new account.

Related Topics