ښرنه (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٦): د پکتيکا ولايت د سوداګرۍ خونه او سوداګر وايي چې پاکستان ته د وچو او تازه مېوو په صادراتو کې اووه برابره زياتوالی راغلی دى.
د پکتيکا د سوداګرۍ خونې مشر طلاخان ذهين د سلواغې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پخوا به له دې لارې په قاچاقي ډول نږدې پنځه زره ټنه صادارات کېدل، خو اوس دغه اندازه نږدې پنځه دېرش زرو ټنو ته لوړه شوې چې په قانوني ډول صادرېږي.
هغه زياته کړه، په دې صادراتو کې مڼې، پياز، کچالو، پلي، رومي بانجان او جلغوزي شامل دي چې په ۱۳۹۶ لمزيز کال کې د تېرو کلونو په پرتله دغه صادرات اووه برابره لوړ شوي دي.
د ذهين په وينا، دا ټول توکي په قانوني لارو ګاونډي هېواد پاکستان ته صادرېږي.
نوموړي وويل چې که د ارګون او برمل ولسوالۍ تر منځ غځېدلی سړک پوخ شي، دغه لار به ترانزيټي شي او هر کال به په زرګونه زره ټنه صادرات په دې لاره وشي.
د برمل ولسوالۍ يوه سوداګر محمد داود هم پژواک اژانس ته وويل چې د پخوا په پرتله د پکتيکا له لارې پاکستان ته د صادراتو کچه لوړ شوې ده.
د هغه په وينا، هره ورځ له پنځو تر شل موټرو پورې صادرات کېږي چې له يوې خوا د خلکو مېوې پر وخت بازارونو ته رسېږي او له بل پلو خلکو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.
د محمدالله په نوم يو موټر چلوونکى وايي چې پخوا به يې يوازې له پاکستانه مال راووړو او موټر به يې د افغانستان له لوري تش تلل، خو اوس هره مياشت د پکتيکا له لارې پاکستان په يوه مياشت کې پنځه ځلې تازه او وچې مېوې وړي.
د يادونی ده، پکتيکا ولايت له ډيورنډ کرښې سره د ۳۶۵ کيلومتره په اوږدوالي پروت دى چې پخوا دغه صادرات په قاچاقي ډول له دې لارې کېدل.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP