Language

په لوګر کې څلورو سیمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

پل علم (پژواک، ۲۵سلواغه۹۶): د لوګر سیمه ییز چارواکی وایي چی د مرکز اړوند سیمه کې د ماین چاودنې له امله څلورو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والی ویاند سلیم صالح د سلواغې په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چاودنه نن سهار مهال شاوخوا نهه بجې د ولايت د مرکز پل علم اړوند د کمال خېلو په سیمه کې د پولیسو پر رنجر موتر شوې ده.

هغه زياته کړه، په دې چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان دي، چې کابل ته د درملنې په موخه وړل شوي دي.

د کمال خېلو د سيمې يو تن اوسېدونکي جاوېد پژواک ته وویل چې په چاودنه کې رېنجر موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.

د دې چاودنې مسووليت چا نه دى اخيستى. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.