کابل (پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٦) : د افغانستان حکومت د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو د راپور د هرکلي ترڅنګ وويل، چې د ملکي تلفاتو مخنيوى د حکومت په لومړيتوبونو کې دى.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي ( يوناما) لخوا دسلواغې په ٢٦مه، د ٢٠١٧ زېږديز کال د ملکي تلفاتو راپور خپور شو.
په دې راپور کې راغلي، چې په دغه کال کې تر لسو زرو زيات ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې ٣٤٢٦ تنه وژل شيو او ٧٠٠٢ تنه نور ټپيان دي.
سرچينې زياته کړې، چې ددې ملکي تلفاتو د ٦٥ سلنې مسووليت ددولت د وسله والو مخالفينو طالبان، داعش او نورې ډلې دي، ٢٠ سلنه دولت ، نړيوال او دولت پلوه ځواکونو او پاتې نور يې د دواړو لوريو څخه دي.
د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري او د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش نن په دې اړه په يوه خبري کانفرانس د حکومت غبرګون څرګند کړ.
جنرال وزيري وويل، چې ملکي تلفات په هېڅ ډول د افغانستان دولت ته د منلو وړ نه دي ، ولسمشر په دې اړه کلکه سپارښتنه کړې، چې د ملکي تلفاتو مخنيوى وشي.
هغه زياته کړه، چې د کورنيو او ملي دفاع وزارتونو کې په دې اړه ځانګړي بورډونه جوړ شوي، چې څنګه وکولى شي د ملکي تلفاتو مخنيوى وشي.
د نوموړي په وينا، په دې اړه ځانګړې تګلارې هم جوړ شوې دي، تېر کال ٤٠٠ استادان روزل شوي، څو د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ټول پرسونل ته د ملکي تلفاتو د مخنيوي لارې چارې وښيي.
جنرال وزيري زياته کړه : (( موږ پخپلو ټولو محاربوي عملياتو کې له ډېر احتياط څخه کار اخيستى، څو د ملکي تلفاتو مخه ونيل شي، کوم عمليات چې په دوو ساعتونو کې بشپړېدل هغه مو په پنځو شپږو ساعتونو کې بشپړ کړي دي.))
د ملي دفاع وزارت وياند وويل، چې د يوناما لخوا په خپور شوي راپور کې ددولتي ځواکونو لخوا داوښتو ملکي تلفاتو کچه د تېر کال په پرتله کمه شوې ده او دا يې د خپلو ځواکونو د احتياط له امله ياد کړ.
هغه زياته کړه : (( موږ د يوناما راپور نه ردوو، خو په احتياط سره دا وايو، هغه ارقام چې هغوى خپاره کړي، زموږ ارقام له هغې کم دي.))
نوموړي ادعا وکړه،. چې ددولتي ځواکونو لخوا د ملکي مرګ ژوبلې کچه د يوناما لخوا له اعلان شويو ارقامو څخه ټيټه ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP