کابل(پژواک، ۲۷سلواغه۹۶): د افغانستان او پاکستان لپاره د سويډن ځانګړي استازي د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټينګار وکړ او د کابل ناستې پروسه يې د افغانستان او سيمې لپاره مهمه او ټاکونکې وبلله .
دغه څرګندونې د افغانستان او پاکستان لپاره د سويډن شاهي دولت ځانګړي استازي لينرت لينر د ملي امنيت له سلاکار حنيف اتمر سره د ليدنې پرمهال وکړې.
دغه سويډني چارواکي وويل چې د کابل ناستې پروسه چې د نړۍ د هېوادونو او سازمانونو استازي په کې ګډون کوي، د افغانستان او سيمې لپاره ډېره مهمه او ټاکونکې ده.
د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د سويډن له ياد استازي څخه د خبرو پرمهال له دغه هېواد سره د ښو اړيکو او مرستو يادونه وکړه .
اتمر د ناټو په چوکاټ کې د سويډن مرستې د قدر وړ وبللې او ويې ويل: (( د سويډن خلکو د سولې او ثبات په لاره کې خپلې ژمنې ثابتې کړې دي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP