Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وسله والو طالبانو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د يوناما راپور رد کړ

کابل (پژواک ، ٢٧سلواغه ٩٦): وسله والو طالبانو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د يوناما خپور شوى راپور رد کړ .                                     

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي ( يوناما) له خوا د سلواغې په ٢٦مه، د ٢٠١٧ زېږديز کال د ملکي تلفاتو راپور خپور شو.په دې راپور کې راغلي چې په دغه کال کې تر لسو زرو زياتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ٣٤٢٦ تنه په کې وژل شوي او ٧٠٠٢ نور ټپيان دي.

سرچينې زياته کړې چې ددې ملکي تلفاتو د ٦٥ سلنې مسووليت ددولت د وسله والو مخالفينو طالبانو، داعش او نورو ډلو پرغاړه دى،٢٠ سلنه د دولت، نړيوالو او دولت پلوه ځواکونو او پاتې نور يې د دواړو لوريو مسووليت دى.

خو د وسله والو طالبانو له خوا پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له دومره ښکاره جنایاتو سره سره بیاهم په ټول کال کې امریکایانو ته د ۲ سلنې  او کورنیو عسکرو ته د ۱۳ سلنې ملکي تلفاتو مسوولیت راجع کول په ډاګه کوي چې یوناما په ښکاره ډول د تېرپه څېر د خلکو په سترګو کې خاورې شیندي او د امریکايي او افغان ځواکونو پلوي کوي. 

خبرپاڼه کې ويل شوي، دا ډول راپورونو کې هڅه کیږي چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د پروپاګنډ توکي برابر شي او د افغانستان د غمیزې اصلي عاملینو (بهرنيانو ته چې پوره ۱۷ کاله په افغانستان کې باروت استعمالوي او خلک وژني تبرئه ورکړل شي). 

سرچينې ادعا کړې چې متأسفانه په دغه ډول راپور جوړولو کې د استخباراتي کړیو او د افغانستان د خلکو د دښمنانو له منابعو څخه استفاده شوې او د طالبانو د ملکي تلفاتو د ادارې راپور ته چې د کال په پای کې په بشپړه بې طرفۍ  او مستندو دلايلو سره ترتیب او نشر شو هېڅ ډول اعتنا نه ده شوې. 

د وسله والو طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د ملکي تلفاتو له حساسې بشري موضوع څخه د پروپاګنډ او فشار د وسیلې په ډول استفاده کول او د ملګرو ملتو تر عنوان لاندې دغه راز بي انصافانه محاسبه د تأسف وړ بولي. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.