Language

لوګر کې سلګونو کسانو د پاکستان پر ضد لاريون وکړ

 پل علم(پژواک،٢٨سلواغه٩٦):د لوګر سلګونو اوسېدونکو په مرکز پل علم کې د پاکستان پر خلاف لاريون وکړ او د پاکستاني کلدارو  پر چلند يې د بنديز غوښتنه وکړه.

دغو لاريون کوونکو چې شمېر يې شاوخوا څلور سوو ته رسېده، د پل علم په شهيد څلور لاري کې د يو ساعت لپاره را ټول شوي وو او د پاکستان پر ضد يې شعارونه ورکول.

د لاريون کوونکو مشر فرهاد اکبري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په هېواد کې ټولې ستونزې پاکستان پيدا کړې دي، بايد حکومت نور ورسره خپلې اړيکې پرې کړي.

ده زياته کړه: (( له کلونو راهيسې کوم اور چې پاکستان په افغانستان کې بل کړى ټول په کې سوځي، پاکستان هره ورځ په افغانستان کې انتحار، انفجار او نور ناوړه کارونه کوي چې حکومت بايد نور د پاکستان لحاظ ونه کړي.))

دغه راز بل لاريون کوونکي سيداقبال پژواک ته وويل چې حکومت بايد نور د پاکستان پر وړاندې زغم ونه کړي او د هر عمل يې بايد بالمثل ځواب ورکړي.

د هغه په وينا، ټولې نړۍ ته اوس دا څرګنده شوې چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي، نو حکومت دې خپلې اړيکې ورسره پرې کړي.

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې په ټول هېواد کې دې د پاکستاني کلدارو پر چلند بنديز ولګوي.

په دې اړه د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې د قانون له مخې لاريون د ټولو حق دى او نن د دې ولايت اوسېدونکو لاريون وکړ.

 هغه وایي: (( لاریون کوونکو خپلې غوښتنې له مرکزي ادارې څخه درلودې او موږ د مسوولیت له مخې د هغوی لپاره امنیتي تدابیر نیولي وو او په ارامه فضا کې لاریون پای ته ورسېد.))

دا لومړى ځل نه دى چې په هېواد کې د پاکستان پر ضد لاريون ترسره کيږي، تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولايتونو کې ورته لاريونونه ترسره شوي، خو کومه ښکاره پايله يې نه درلوده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.